روهي( یوه نۍ/۳۰ د چنګاښ )، امریکایي ډاکټرانو د سینې د کېنسر لپاره د اسانه او ارزانه علاج د تګلارې د پیدا کېدو دعوه کړې ده.
د امریکا د ( جانز هاپکنز) پوهنتون ماهرینو ویلي دي چې د سینې د کېنسر د علاج لپاره دوي د ځینو مشروباتو او د کاربن ډای ګیس په واسطه دوي کولی شي چې د سینې د کېنسر علاج وکړي.
د یاد شوي پوهنتون ماهرینو دعوه کړې ده چې دوي یوه داسې آله جوړه کړې ده چې پواسطه یې کولی شي چې دغې آلې کې په زیات اندازه د کاربن ډای اکسایډ غاز ځای کړي.
دغه آله کولی شي چې هغه ټیومر چې کېنسر ورته رسېدلی دی مالوم او د مینځه یوسي، په اصل کې دغه ټیومر چې په کېنسر اخته دی دغه آله د کاره غورځوي چې په وخت سره په خپله له مینځه ځي.
دغو ماهرینو ویلي چې کاربن ډای اکساید غاز کولی چې د کېنسر ټشوز لومړی یو ځای ( منجمد ) کړي او بیا یې د مینځه یوسي.
دغو ماهرینو دا هم ویلي چې د کاربن ډای اکساید غاز په هر ځای کې پیدا کېږي او په عام ډول یې خلک ګرمو شیانو د یخېدو لپاره هم کاروي.
ژباړن: محمد مبین هڅاند
وروستي