پاکستان به ځکه بدلېږي؟

 
 
پاکستان به ځکه د افغانستان پروړاندې بدلېږي چې د دغه بدلون اړتیا په خپله پاکستان درک کړې او دا بدلون د دوی انتخاب نه، بلکې مجبوریت دی. ځکه چې له یوې خوا ولسمشر غني د دوی اصلي څېره چې د تروریستانو او افراطیانو حمایت او روزنه ده ټولې نړۍ ته رسوا کړه او له امله یې پاکستان دا مهال تر سخت نړیوال فشار لاندې دی، شهرت ته یې زیان رسېدلی او له بل لوري پاکستان له اقتصادي او داخلي بحران سره مخ دی، پاکستان ته به دا سخته وي چې هم له افغانستان سره دښمني وپالي او هم داخلي او اقتصادي بحرانونه مدیریت کړي، نو ځکه باور دی چې پاکستان به بدلېږي.
دویم دلیل یې دادی چې پاکستان دا منلې چې د دوی پخوانۍ پالیسیانې د افغانستان پر وړاندې مناسبې نه وې او دوی په پام کې لري چې په هغو له سره غور وکؤي او بدلې یې کړي. دریم دلیل دادی چې پاکستان په دې هڅه کې دی چې د افغانستان له موقعیت څخه خپلې اړتیاوې ګټې او خپلې قانوني غوښتنې د زور او فشار نه، بلکې د تفاهم او مناسباتو له لارې تامین کړي.
جمهوررئیس غني دغو پالیسیو ته په اشارې وایي:” عمده موضوع چې لومړي وزیر عمران خان یې په مکرر ډول یادونه کوله، دا وه چې آیا د پاکستان پخوانۍ پالیسۍ ددې هېواد په ګټه وې یا زیان. د دواړو هېوادونو [افغانستان او پاکستان] راتلونکې اړیکې به د دې پوښتنې ځواب روښانه کړي. زموږ موخه دا ده، چې دواړه خپلواک دولتونه د هر اړخیزو همکاریو اړیکې پیدا کړي. موږ کولای شو دغو دوه اړخیزه ګټو ته زمینه برابره کړو. په اسلام‌آباد کې مې پخپله وینا کې د اتصال موضوع په وضاحت تشریح کړه. هغه موضوعات چې ما ورته اشاره وکړه دا وو، چې افغانستان څه ډول تضمینونه برابرولی شي. هدف دا وو، چې هغوی ته ډاډ ورکړو چې دواړه هېوادونه کولای شي خپل ځان له وابستګۍ څخه خلاص کړي او د انرژۍ، ګازو، اتصال، نوري فایبر او نورو برخو کې همکارۍ ته زمینه برابره کړي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره یو چوکاټ شته چې موږ کولای شو سیاسي، امانتي حسابونه، د جریمو وضع کول، په مدیریتي، ټولنیز او چاپېریال ساتنې برخو کې هغوی [د پاکستان سوداګرو او پانګه‌والو] ته تضمینونه برابر کړو. موږ باید د خپلو اړیکو په اړه فکر وکړو او کولای شو له یوه بل سره کار وکړو. “
 
 
د ولسمشر غني په باور ”سره له دې چې پاکستان په بالقوه ډول یو نوښتګر هېواد دی او په اغېزناک ډول خپل رول لوبوي، خو پخوانیو پالیسیو دغه هېواد منزوي کړ؛ تر هغه ځایه چې د بېوزلۍ کچې د راکمولو پر ځای یې دغه هېواد د پورونو زیاتوالي او راتلونکې ابهام سره مخ کړی دی. د یادولو ده، چې لومړی وزیر عمران خان په جدي ډول د بېوزلۍ له منځه وړو په لټه کې دی. که چېرې د بېوزلۍ له منځه وړل، چاپېریال ساتنه او د اتصال اجنډا د خپلې ګډې همکارۍ اساس وټاکو، فکر کوم کولای شو مخکې ولاړ شو. خو د دغو اقداماتو ستره برخه په هغو تصمیمونو پورې اړه لري، چې په راتلونکو میاشتو کې ترسره کېږي. “