عمران خان ( د پاکستان لومړی وزیر ) امریکا ته ځي

روهي( نۍ/۲۹ د چنګاښ )، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د جولای پر ۲۱ په درې ورځني سفر د امریکا متحدو ایالتونو ته ځي. نوموړی به د خپل سفر پر دویمه ورځ د متحدو ایالتونو له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره وویني، چې د سپینې ماڼۍ اعلامیې له مخې دغه لیدنه کې به د امریکا او پاکستان تر منځ د اړیکو پر لا ټینګښت پام ورټول وي.
 

دغه اعلامیه کې ویل شوي، لیدنه کې به د سیمې سولې، ثبات او اقتصادي ودې په تړاو بحث وشي.
 

د خان د دغه سفر په تړاو ځینې کارپوهان وایي د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکو کې د کوم لوی پرمختګ نښې نه ښکاري، خو په وینا یې د افغان سولې خبرې به مرکزي اهمیت ولري.
 

د کیټو نومي انسټیټیوټ سحر خان وايي، د پاکستان او امریکا تر منځ بهرني اړیکي له ثبات سره پر مخ ځي او د کوم لوی پرمختګ تمه نه کېږي.
 

نوموړې وايي، امریکایان پاکستان ته د افغانستان له زاویې ګوري او لږ تر لږه د ولسمشر ټرمپ د حکومت پر مهال ښايي دا تاثر بدل نه شي