روهي( نۍ/۲۹ د چنګاښ )، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او ملاتړي د راتلونکې میاشتې په ۲۲ تاریخ امریکا کې هغه مهال لاریون وکړي کله چې د پاکستان لومړی وزیر او د پاکستان د پوځ مشر امریکا ته لاړ شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه غړي چې امریکا کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي ویلي دي چې دوي به د لاریون پر وخت د عمران خان اصلي څېره د امریکا اوسنیو رهبرانو ته وښایي.
دوي زیاته کړې ده چې د پاکستان لومړی وزیر ( عمران خان ) د ترهګرو مشر ورور دی او همدا دی چې په پښتون خوا، افغانستان او سیمه کې یې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په کومک جنګ جوړ کړی دی.
وروستي