جیرمي هانت: که ایران د برتانیا نیول شوې بېړۍ خوشې نه کړي، ډېرې ناوړه پایلې به ولري

روهي( نۍ/۲۹ د چنګاښ )، د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي د ایران له خوا د دوو تېل وړونکو بېړیو نیول د منلو نه دي.
 
 
هانت ویلي: "موږ په ښکاره وایو که دا وضعیت حل نه شي، ډېرې ناوړه پایلې به ولري. موږ پر پوځي لارې غور نه کوو،‌ خو له دیپلوماتیکو لارو ددې موضوع حلول غواړو."
 
 
ایراني رسنیو له قوله، د دې هېواد د انقلابي ګارډ ځواکونو پرون ناوخته د خلیج په اوبو کې د برتانیا د تېلو دوه لېږدوونکې بېړۍ یا ټانکرونه ونیول. وروستي رپوټونه وایي چې یوه بېړۍ بېرته پرېښول شوې خو دویمه د ایران پر لور روانه کړل شوې.
 

لندن کې د برتانیا حکومت بېګا شپه د "کوبرا" په نامه د کابینې بېړنۍ غونډه رابللې وه چې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي. د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هنټ ویلي، د دې وضعیت په اړه سخت اندېښمن دی.
 

د یوې بېړۍ څښتنه اداره "سټینا امپېرو " وایي، بېړۍ یې د سعودي عربستان پر لور روانه وه، خو دوی اوس ورسره اړیکه نشي ټینګولی.