اندونیزیا د اسراییلو توکو د بایکاټ کولو غوښتنه وکړه

روهي( نۍ/۲۹ د چنګاښ )، د اندونیزیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عبدالرحمان محمد فجهیر په بیت المقدس کې د اسراییلو له خوا د روانو ظلمونو او ضد بشري کړنو له امله ددې هیواد د توکو د بایکاټ کولو غوښتنه وکړه.
 
 
هغه دا څرګندونې په سعودي عربستان کې جوړه شوې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وکړې. هغه وویل چې د اسراییلو روانې کړنې او چلند په سیمه کې د دوو دولتونو حل لارې مسئله د خنډونو سره مخامخ کړې ده او حتا د لمنځه وړو ګواښ سره مخامخ کړې ده.
 

هغه د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په غړیو هیوادونو د اسراییلي توکو د بایکاټ کولو غږ وکړ.
 

هغه د بیت المقدس قانوني موقف په اهمیت د ټینګار سره وویل چې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان غړي هیوادونه باید د اسراییلو د دولت ددې ضد انساني کړونو او تیریو له امله پدې هیواد فشارونه لا زیات کړي.
 

هغه وویل چې اندونیزیا دم ګړۍ د ملګروملتونو د پوهنې، علم او کولتور ( یونسکو) سازمان د اجراییوي شورا غړیتوب لري. د همدې امله هیواد يي د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو سازمان ټولو غړیو ته د یونسکو سازمان د نړۍوالو میراثونو په لست کې شامل د بیت المقدس ښار د قانوني موقف نه د ملاتړ او دفاع کولو بلنه ورکوي.