
روهي (جمعه/۲۸ د چنګاښ)، د يونان پلازمېنه آتن شيبې وړاندې يوې شديدې زلزلې لړزولې ده چې مالي او خاني زيانونه يې رامنځ ته کړي دي.
يوناني چارواکو ويلي دي چې زلزلې د لنډ وخت لپاره مخابراتي چوپړونه پرې کړي دي او خلک يې له ويرې سره مخ کړل.
د زلزلې د کره تلفاتو په اړه مالومات نه دي وړاندې شوي، خو مرکز يې د آتن په ۲۳ کيلو مټرۍ کې وو.