
روهي (جمعه/۲۸ د چنګاښ)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د پاکستان حکومت له خوا د طيبه لښکر مشر حافظ سعيد نېونه ستايلې ده.
ولسمشر ټرمپ د پاکستان د ترهګرۍ ضد خواکونو له خوا د حافظ سعيد نېونه غوره کړنه بللې ده او ملاتړ يې کړې ده. د امريکا حکومت د نوموړي پر سر لس مېلېونه امريکايي ډالر انعام تاکلی وو.
حافظ سعيد د هندوستان په ممبۍ کې د ۲۰۰۸ ز کال په خونړيو بريدونو تورن پېژندل شوی وو او د امريکا له خوا د ترهګرو په نوملړ کې شامل دی.
د يادونې ده چې د حافظ سعيد له نېونې څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزير عمران خان او ولسمشر ټرمپ په سپينې ماڼۍ کې سره لېده - کاته کړي وو.