د نواز شريف لور مريم نواز جامو (لباس) غبرګونونه راپورته کړي

روهي (جمعه/۲۸ د چنګاښ)، د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف لور ميرمن مريم نواز نن ورځ په اسلام اباد کې محکمې ته په غېر معمول لباس کې ورغلې وه.

نوموړي تور کالي اغوستي وو، د نواز شريف انځور پرې انځور شوی او همدا ډول د “Free Nawaz Sharif”. يا نواز شريف ازاد کړی متن پرې لېکل شوی وو.

يو شمېر د ټولنيزو رسنيو کارکوونکو د مريم نواز دا کړنه ستايلې ده او سوله ييزه مدني مبارزه او د خپل پلار د خوشي کېدو غوښتنه يې بللې ده، خو يو شمېر نور بيا پرې نيوکه کړې ده.

د يادونې ده چې نن د جمعې په ورځ محکمې ته د مريم نوازسره د مسلم ليګ نواز ګوند ډيری شمېر غړي او پلويان هم ورغلي وو.