طنز/ رشوت خان مدير!

د دولت د تذکرو یو مدير چې په دفتر کې ناست وو او د غرور د لاسه یې چوشمې د پوژې پر سر اېښې وې، ورسره یوه بل چپلوکي چې په په دفتر کې ورسره د خدمتګار په توګه ناست وو، دغه وخت یو غريب سړی چې نوم یې احمد وو، دفتر ته ور دننه شو او غواړي چې خپله تذکزه تائيد کړي.

احمد سلام واچوه!
خو چا یې سلام ته ځواب ورنه کړ.

نوموړي خپلې دوسيې ته لاس کړ او خپله تذکره یې د تائيد لپاره راويسته.
احمد وويل، مدير صیب دغه تذکره خو راته تائيد کړه.

مډير چې ډېر د تکبور څخه ډک وو په چوکۍ کې یې مخ په بله واړوه، خو په دې وخت کې دوې دقيقې تېرې شوې او احمد هم په تنګ شو، د دوهم ځل لپاره یې ورته وويل:
مډير صیب دا سسګيره راته تائيد کړه، چې ډېره اړينه ده، مډير په غوسه شو او سترګې یې داسې برګې کړې لکه غوايي پسې چې سپی وغپي.

ورته یې وويل، ځا نن لاړ شه، سبا ته راشه، نن دې کار نه کېږي، احمد په ډېرې خواشنۍ سره روان شو، خو ورځ او شپه په احمد باندې په ډېر غم کې تېره شوه، سهار شو احمد یو ځل بيا د پاتې کار په موخه مډير ته ورغی، سلام مډيره! مډير صیب اوس خو تذکره راته تائيد کړه کنه؟

مډير ډير د قهر له وجې تذکره راواخيسته او د توريالي پر سر یې وروشته، احمد چې مجبور وو په عاجزۍ سره یې وويل، خېر دی مډير صیب سبا ورځ خو تا ښودلې وه، خو نن سبا دی کنه؟ مډير په ډېره تنده لهجه خبره ور غبرګه کړه ویې ويل:

څوک وايي چې نن سبا دی، سبا ته راشه، سبا سباته دی، توريالي مډير ته وويل زه د ستاسو سبا/ سبا نه پېژنم، تاسو سبا څه ته وایئ؟
مډير چپلوکي وويل:

دغه هلک ته سبا وروښایه په خبر نه پوهيږي؟!
چپلوکي احمد تر لسټوني راونيوه ورته یې وويل:

اې قم عقله ته اوس سبا نه پېژنې، یې دارې که کې دارې!

احمد غلی شو، خو چپلوکي ورته وويل غوږ شه، موږ سبا دې ته ووايو، سبا ته راشه یو څو روپۍ ګوته ټينګه کړه انشاءالله کار به دې وشي.

احمد ورته وويل:
خا خا خو داسې ووايه مړه، زه خو دې په سبا سبا حيران کړم، ما ويل چې سبا په څه شی وي!
۲۰/۴/۱۳۹۸ پکتيا/ ګرديز