
زموږ پدې جګړه ځپلې هېواد کې، چې له ډېرو کلونو را پدېخوا ، او له ډېرو محروميتونو او کړاوونو وروسته اوس د امريکا او د هغې د متحدينو په مرسته، موږ يوه نيم نيم کله تش په نوم ډيموکراسي تجربه کوو، چې لا هم ورسره لس فيصده نه عادت يو، او نه ورسره موافق يو، ځکه د افغانستان ولس په يوه فوق العاده سنتي او مذهبي ټولنه کې، د پېړيو پېړيو راهيسي محتاطانه ژوند کړی، او هر کله، چې کوم زعيم د ډيموکراسي، ازادي اوخپلواکې خبره تر خوله را ايستلې، د هيواد د مشرانو، علماؤ مخورواو..... له جدي غبرګون او عکس العمل سره مخامخ شوی، او اجازه يې نده ورکړي، چې حتی د ښځو او نجينو د ښوونځي اوپوهنتون ته تګ او يا د حجاب په اړه نسبي تفاهم او توافق ته لا ورسېږي.
د ملي قهرمان ستر غازي امير امان الله خان له وخت نه تر اوسه پوري د ښځو د کار، فعاليت، ښوونځي او پوهنتون په اړه دغه مسائل اختلافي پاته او اکثريت مطلق هيوادوال مو موافق نه دي، چې ښځه دي بدون له شرعي محرمه حتا بازار ته د سودا اخيستلو لپاره ولاړه شي،
نو پداسي يوه سرسخته مذهبي او سنتي ټولنه کې، چې ښځي ته د نکاح، ميراث،حق کار، وظيفه درس او تعليم په اړه نه مشوره ورسره کېږي، نه دا حق ورکول کېږي چې رضايت او قناعت يي واخيستل شي، او نه ورته اجازه وي، چې بدون له شرعي محرم (پلار، ورور، تره، مما) او يا مېړه څخه حتا د يوې دقيقې لپاره له کوره ووځي، نو پداسي سختو او ضيقو شرايطو کې چې ځيني زموږ خويندي او ميندي تعليم وکړي، ښوونځې اوپوهنتون خلاص کړي او بيا د خپلو وروڼو سره په دفاترو کې کار کوي، دا نو د جائزې ډالۍ او تقدير وړ دي، ددوې جرأت او متانت ته نو سور سلام دی ، بايد لا هم تشويق او ترغيب شي، چې د امنيتي تهديداتو په څنګ کې دومره نوري کلتوري او فرهنګې او کورنۍ ستونزي هم ګالې ، خو د خپلو وروڼو په څنګ کې شجاعانه خپله دنده اجرا کوي.
دا به نو ستره نامردي او بې مروتي وي، چې د خپلو سياسي حريفانو د ځپلو لپاره، دي په پاک لمنه خويندو هم د جنسي ځورونې ناوړه اتهام، چې په فرسنګونو فاصله له واقعيت څخه ليري وي، پوري کړو،
پدې وروستيو وختونو کې د ولسمشر اشرف غني د ځينو سياسي رقيبانو له لوري په ارګ کې د جنسي رشوت اخيستنې، او په مقابل کې يې د ښځو د تقرر په اړه کاذب افواهات د رسنيو له لاري خپاره او د خبرونو سر ټکې شول .
اول، خو دا به کوم ويښ وجدان او پاک ضمير ومنې، چې زموږ د ارګ لوړرتبه مامورين او ولسمشر ته نژدې کسان دي دومره پست فطرته شي، چې زموږ له افغان مېرمنو خويندو او ميندو څخه دي د تقرر او استخدام په مقابل کې په ارګ کې د سپينژيري ولسمشر تر زنيه لاندي د جنسي رشوت غوښتنه وکړي.
دوم، ارګ يوه عادي شعبه او عادي اداره نه ده، ارګ زموږ ددې ستر ملت د برم، عظمت او عزت سمبول او د قوماندې مرکز دی، که احيانا داسي کومه موضوع پېښه شوي هم وي، چې زه مطمئن يم داسي څه نشته، نو داموضوع رسنيزه کول، او بيا خپله شخصي کرکه پالل او عقده سړول نو تر دې هم زيات جرم او سنګين وزن لري.
زه يقينا د ولسمشر مدافع نه يم، او تل مې ولسمشر او د هغه ټيم نقد کړی او مستدل مي نيوکه پرې کړيه، چې موخه مې هم يواځي اصلاحي بڼه لري، او دا خبره هم پټه نده چې شخصاولسمشر او بيا په ځانګړي توګه ټول ټيم او همکاران يي خورا ستونزي لري، او د ملت او ولس په اړه يي ستري تېروتنې هم کړيه دي، او موږ لدې سترګې هم نشو پټولای، ځکه تاريخ بې پرې قضاوت کوي.
خو دا کسان، چې تر اوسه له همدې نظام او د ولسمشر له ملګرتيا تغذيه کېدل، د مقام او منصب خاوندان وو، د پيسو او شهرت څېښتنان شول ، او تر اوسه چې ګټې يي دولسمشر په شااوخوا کې خوندي وې، هر څه سم وو، هيڅ ستونزه نه محسوسېدله !
خو کله چې د خپلو شخصي مفاداتو په خاطر له ولسمشر څخه بېل او يا خپله ولسمشر لزوما يا ظلما له ارګ او نورو ځايونو څخه اخراج کړل، اوس نو د يو عظيم ملت په کور او يو منتخب سپينژيري ولسمشر باندي د زناء او فحشاء اتهام بسته کول، دا نو نه افغاني غيرت دی او نه پښتنولي او اسلاميت دې.دا نو هيڅ سياسي اخلاق او د يو سالم رقابت لار نه ده .
زموږ د عام ولس مجموع کې نظر دادی، چې دغه موضوع مشخصا په ولسمشر او د هغه په مشاور فضلي پوري اړه نه لري، بلکه دا موضوع په دواړوحالاتو کې(وقوع د جرم او محض اتهام ) دا د ټول دې عظيم او تاريخي ملت توهين او سپکاوې شوې، دغه مسئله کې بايد هيڅ نوع جوړجاړی، راکړه ورکړه، سياسي معامله ونشي! لوی څارنوالي او مربوطه ارګانونه دي هراړخيزي څېړنې بشپړي وکړي، قانوني فيصله او اجرأت دي وکړي او نتيجه دي مستنده د رسنيو له لاري له ولس سره شريکه کړي،
تر څو ولس ته معلومه شي، چې ايا ريښتياهم په ارګ کې د جنسي ځورونې پېښي او مسائل مطرح شوي وو، کنه؟
ولس ته به دا هم معلومه شي، چې د ولسمشر سياسي مخالفينو حتا د ولسمشر د ماتولو او بدنامولو لپاره د نورو غيرمشروع لارو تر څنګ له ناموسي مسائلو هم استفاده وکړه!او ټولي اخلاقي پولي يي و نړولې .
ولس به پوه شي، چې په ولسمشر اشرف غني پسي د ډويرڼډ د معاملې ، له پاکستان سره د پټو راکړو ورکړو او د پشتونژغورني د غورزنګ په سرمعامله کول او ........
هم همدغسي يوه بې بنسټه ادعا او محض يوه له حقيقت څخه ليري کاذبه افواه ده.او هسي د عامو خلکو ذهنيتونه اغوا کوي، او د هري کاذبي ادعا تر شا خپلي سياسي موخي لري .
ددې موضوع هر اړخيز اوقانوني څېړل به د ولسمشر د سياسي مخالفينو د بې ځايه ادعاګانو د جيوال خوله د ابد لپاره وتړي، او ولسمشر به د ملت په وړاندي برأت ترلاسه کړي.