
زموږ په جګړه ځپلې هېواد افغانستان کې د نورو زياتو ستونزو تر څنګ يوه هم لويه ستونزه د ښځو د ولور(مهر) دی . ولور يا مهر په ټول هېواد کې په يوه اندازه نه دی ! او په هر ولايت او سيمه کې، نظر د هغې سيمې کلتور، فرهنګ او عنعناتو ته ولور يا مهر هم فرق کوي . خو په مجموع کې ويلای شو، چې په ټول افغانستان کې ولور يا مهرد اسلام د مقدس دين د لارښوونې، په خلاف؛ او نظر د خلکو اقتصاد، کاروبار، دندي، او شغل ته ،چې متاسفانه ډېری وګړې مو له بېکارۍ سر ټکوي، بېخي زيات، او د اکثريت مطلق خلکو له توان څخه وتلی دی. ځوانان مو يو زيات عمرپه خواريو او زاريو،او يو عالم مشکلاتو کې، کار کوي، زيار باسي، او په زياتو ستونزو له خپل ځان او روزمره لګښت څخه سپما کوي؛ او يا هم د پردي وطن په ګرميو، مزدوريو، کې زياتې شپې او ورځې تېره وي، ايله په څو کاله متواتره مسافري او زياتو ستونزو په ګاللو کې، وتوانېږي، چې د يوې ښځې د ولور په اندازه پيسې وګټي، او واده وکړي. ولور چې په ټيټه (کمه) کچه اته او نه لکه کلداري په جنوبي ولاياتو لکه پکتيا، پکتيکا، خوست، زابل او غزني کې ټاکل شوی،چې ډېر کم ځوانان پدې توانېږي، چې د خپل شغل او کاروبار له لاري دي دغه دروند پېټی پورته کړي ! نور ټول ځوانان مو د ولور د مشکل په اساس يا خو هيڅ کوژدې ته زړه نه ښه کوي، او يا د ولور د ګټلو په موخه هر نوع مشکلاتو ته ورغاړي وزي ؛آن که ورته د مرګ او ژوند په بيه هم تمامېږي، خو دوی مجبور دي، چې دا مشکلات تحمل کړي . زموږ وړانديز دادی، چې د ولور (مهر) په اړوند دي، دولت او مدني ټولنې، علماء، مخور سپينژيري دي د يو ګډ تفاهم له مخې دي تصميم ونيسي، او يو داسي مقدار مهر دي د کوژدې لپاره وټاکې، چې مناسب وي ، اوفقط دومره مهر دي تعين کړي، چې د واده مراسم د نجلۍ پلار په کې ترسره او د خسر د تجارت مخه يي ونيسي. ځکه ډېری وخت همدغه د مهر مسائل د خسر او زوم د کورنيو تر منځ د زياتو ستونزو د ايجاد باعث ګرزي.او زيات وخت بيا زوم او ناويه دواړه، له دې امله چې زوم زيات قرضداره شوی وي، له يادي ستونزي کړېږي . نو لازمه ده، چې پدې اړه لکه څنګه چې د اسلام مبين دين هم پدې اړه واضح لارښوونه کوي، چې تاسو خپلې لوڼي مه خرڅوئ، او مهر يا ولور د شريعت د ټاکلې اندازې څخه زيات مه اخلئ . يو تجديد نظر وشي، او دغه ناوړه دود نور ختم شي، چې پلار خپله لور د پيسو په مقابل کې خرڅوي، او راتلونکې ژوند ته يې پاملرنه نه کوي . په نکاح کې د شريعت له نظره رضا د جانبينو او حضور د شاهدانو او يوه اندازه معين او معلوم مهر شرط دی، نه داچې خپلې لور ته دومره زيات مهر تعين کړې چې څوک يې نکاح ته حاضر نشي .