
لنډیز:
په یوه هېواد کې د ښې حکومتولۍ په برخه کې دولت اړ دی، چې خپل مسؤوليتونه له هر ډول فساد او ځنډ څخه پاک د قانون په رڼا کې په ښه توګه ترسره کړي.
په دې برخه کې برېښنایي حکومتولي د یوه دولت لپاره د ښې حکومتولۍ په برخه کې د اوسني عصر له مهمو فکټورونو څخه ګڼل کېږي. برېښنایي حکومتولي د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې د حکومتونو او خلکو ترمنځ واټن خورا لنډ کړی او د خلکو لپاره یې په بېلابېلو برخو کې خدمتونو ته لاسرسی آسانه کړی دی.
خو په افغانستان کې بیا په تېرو ۱۸ کلونو کې د مېلیاردونو ډالرو له لګېدو سره سره، لا هم خلک د اداري فساد او ظرفیت د نه شتون له کبله په بېلابېلو برخو کې له دولتي ادارو سره د تعامل په برخه کې زیاتې ستونزې لري.
ښه حکومتولي کومه او عناصر یې څه دي؟ برېښنايي حکومتولي او ګټې یې څه دي؟ په افغانستان کې تراوسه د برېښنايي حکومتولۍ په اړه څه شوي دي؟ او په دې برخه کې څه ستونزې او خنډونه شته دي؟ دا هغه پوښتنې دي، چې په دې څېړنیزه مقاله کې یې د ځوابولو هڅه شوې ده.
په مقاله کې مو په افغانستان کې د برېښنایي حکومتولۍ د وضعیت څېړلو لپاره له شته باوري موادو او همدا راز د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له چارواکو سره له مرکو ګټه اخیستې ده.
کیلي: ښه حکومتولي، برېښنایي حکومتولي، په افغانستان کې د برېښنایي حکومتولۍ تجربه، لاسته راوړنې او ستونزې.
سریزه
د هېوادونو په کچه په هر نظام کې روڼتيا، د اداري فساد پر ضد مبارزه، د قانون حاکميت، قانونمندي، د بشري حقونو له نقض څخه مخنیوی، په بېلابېلو برخو کې اصلاحات، عامه خدماتو ته لاسرسی، ظرفيت جوړونه، په مختلفو مسایلو کې د خلکو ګډون او د دولتي ادارو له لوري د ترسره شوو کړنو په اړه خلکو ته ځوابوينه، ټول هغه موارد دي، چې اړتیا ده دولتونه یې د حکومتولۍ په برخه کې په پام کې ونیسي.
د ښې حکومتولۍ اصطلاح په نړيواله کچه د دولتونو د ارزونې له شاخصونو څخه شمېرل کېږي او دا مفهوم په دولتونو کې ځانګړی اهميت او ارزښت لري. د ښې حکومتولۍ ټوليز مفهوم دا دی، چې دولت خپل مسؤوليتونه له هر ډول فساد څخه پاک، د قانون په رڼا کې په ښه توګه ترسره کړي. د ښې حکومتولۍ د شاخصونو په اړه د بشري حقونو کميسيون، نړيوال بانک او د ملګرو ملتونو د سازمان لهخوا مختلف شاخصونه او اصول وړاندې شوي دي.
په روانه معاصره دوره کې د حکومتونو او ټولنې په چارو کې له نوې معلوماتي ټکنالوژۍ څخه کار اخیستلو، د حکومتونو په ډول کې د برېښنایي حکومتولۍ په نوم یو نوی حقیقت رامنځته شوی. له برېښنایي حکومتولۍ څخه کار اخیستلو، په نړیواله کچه د ټولنیز ژوند او چاپېریال په برخه کې یو نوی اقتصادي، سیاسي او ټولنیز انقلاب رامنځته کړی، له برېښنایي حکومتولۍ سره ورو ورو په لوړ کیفیت خدماتو او محصولاتو ته لاسرسی زیات شوی دی.
د برېښنایي حکومتولۍ په برخه کې د نړۍ پرمختللو هېوادونو زیات کار کړی او د حکومتولۍ په برخه کې یې خورا اسانتیاوې رامنځته کړې دي؛ خو د افغانستان په شان وروسته پاتې او جګړهځپلو هېوادونو کې برېښنایي حکومتولي یوه نوې تجربه ګڼل کېږي.
په افغانستان کې له ۲۰۰۱م کال راهیسې د ښې حکومتولۍ لپاره د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې هم هڅې کېږي؛ خو دا هڅې بیا د امنیتي او سیاسي بېثباتۍ، ظرفیت نشتوالي او اداري فساد له امله تر ډېره اغېزناکې نه دي تمامې شوې او افغانستان لا هم په دې برخه کې زیات کار او وخت ته اړتیا لري.
ښه حکومتولي (Good governance)
د ښې حکومتولۍ اصطلاح که څه هم له دویمې نړېوالې جګړې څخه وړاندې دومره نه کارول کېده؛ خو له تېرو څو لسیزو راهیسې ځانګړې پاملرنه ورته کېږي. دغې اصطلاح په اوسني عصر کې د اقتصادي پراختیا، بشري حقونو، ولسواکۍ او دولتي مدیریت په هر قاموس کې ځان ځای کړی دی.
وړاندې له دې چې د ښې حکومتولۍ په اړه څه ووایو، ښه دا ده چې لومړۍ د حکومتولۍ په اړه پوه شو. د حکومتولۍ اصطلاح په اصل کې د یوناني د (Kubernan) کلمې څخه، چې د «لارښوونې» یا «اداره کولو» په معنا ده اخیستل شوې ده. دا یوناني کلمه افلاطون هم د حکومتي سیستم د جوړونې د څرنګوالي (System of rule) په اړه کارولې ده. په آکسفورډ ډیکشنري کې هم حکومتولي د عمل (Act) یا حکمروایۍ (Governing) په معنا راغلې ده.
د همدې په رڼا کې ویلی شو، چې حکومتولي د پړېکړې کولو بهیر دی او دا هغه بهیر دی چې په وسیله یې پرېکړې عملي کېږي. په بله معنا حکومتولي د هغو فردي یا سازماني کړنلارو ټولګه ده، چې په یوه ټولنه یا هېواد کې د خلکو ګډې چارې اداره کوي. یا هم حکومتولي یو ډول هغه قرارداد دی چې خلکو او بنسټونو یې په اړه د چارو د تنظیم په موخه پرې توافق کړی دی او د ځان په ګټه یې بولي.
د حکومتولۍ څخه را وروسته، د ښې حکومتولۍ (Good governance) اصطلاح ته راګرځو. ښه حکومتولي په وروستیو کې په نړیواله کچه د دولتونو د ارزیابۍ یو مهم فکټور بلل کېږي او د ملګرو ملتونو سازمان یې په اړوند زیاتې څېړنې کړې دي. ښه حکومتولي تر ډېره د دولتونو له لوري د نظام د مدیریت څرنګوالي، له خلکو سره همکارۍ، له فساد سره د مبارزې او قانون پلي کولو باندې راڅرخېږي او په اوس مهال کې د یوه هېواد په داخلي سیاست کې ښه حکومتولي د پام وړ ارزښت لري.
اروپایي ټولنه د ښې حکومتولۍ په اړه وایي: «ښه حکومتولۍ په یوه هېواد کې د عادلانه او تلپاتې اقتصادي او ټولنیزې پراختیا له تضمین سره سم د یوه هېواد د منابعو سم مدیریت او په اړه یې ځوابوینې ته ویل کېږي.» همدارنگه ښه حکومتولي په یوه هېواد کې د حاکم سیاسي نظام له لوري بشري حقونو ته درناوی، فساد سره مبارزه، په دولتي دستګاه کې روڼتیا او خلکو ته ځواب وینه، بلل کېږي.
د ښې حکومتولۍ عنصرونه
د ښې حکومتولۍ اصطلاح په نړيواله کچه د دولتونو د ارزونې له شاخصونو شمېرل کېږي او په نړیواله کچه ځانګړی ارزښت لري. له همدې امله په نړیواله کچه د ښې حکومتولۍ د عنصرونو یا شاخصونو په اړه واحده نظريه نشته ده او مختلفو ادارو په دې اړه مختلف