د ملي یووالي کاواکه او بېواکه حکومت

په افغانستان کې اوسنی د ملي یووالي په نوم اېتلافي حکومت چې عمر یې له دریو کالو واوښت، د دې هېواد په تاریخ کې له تر ټولو اوږدې او جنجالي ټاکنیزې پروسې را وروسته د دوو ټاکنیزو ډلو ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیری په منځګړیتوب رامنځته شو.
د ملي یووالي حکومت د ضعیف حاکمیت، داخلي اختلافونو او له هېواده بهر د یوه نامتوازن بهرني سیاست نه درلودو له کبله په اوس مهال کې د افغانستان روان حالت نور هم کړکېچن شوی دی. د هېواد دننه امنیتي وضعیت ورځ تربلې په خرابېدو دی، سیاسي بې ثباتي او بې‌کاري خپل اوج ته رسېدلې، حکومت دومره کمزوری شوی، چې د خپل یوه مامور د لرې کولو او د بل د مقررۍ توان نه لري.
ولسمشر غني خپله د افغانستان د اوسني نظام په کاواکه حالت دوه اوونۍ وړاندې له سي بي اس تلویزیون سره په ځانګړې مرکه په زغرده وویل: "په لسګونو ځانمرګي بریدکوونکي کابل ته لیږل کیږي، یوویشت نړیوال تروریستي سازمانونه په افغانستان کې فعاله دي. په لسګونه انتحاریان کابل ته رالیږل شوي دي او هلته د ځانمرګو بریدکوونکو د جوړولو فابریکې دي. "اصلآ موږ محاصره یو."
اېتلافي حکومتونه له لومړي سره کمزوري وي، خو د افغانستان په څېر یوه هېواد کې، هغه هم د واک پر سر له خورا زیاتو ناندریو وروسته د دوو مخالفو ټاکنیزو ډلو ترمنځ، چې یو ایتلافي حکومت منځته راځي، نو طبیعي خبره ده چې حاکمیت به یې کمزوری وي او هسې په دیکه به روان وي.
د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره سم له هماغه لومړیو ورځو له حکومت څخه بېرون او دننه د دې حکومت پرضد نېوکې پیل شوې او ورځ تر بلې په زیاتېدو شوې. د حکومت د ننه په لومړيو کې اختلافات د ملي یووالي حکومت د دواړو  ټاکنیزو ډلو د مشرانو  (اوسنی ولسمشر او اجراییه رییس) ترمنځ وو، خو وروسته د دغو دوو ډلو دننه خپل منځي اختلافات هم پيل شول.
له حکومت څخه دباندې هم دغه حکومت، د حراست او ثبات شورا، د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا، د نوې ملي جبهې، د امرالله صالح له روند سبز او یو شمېر نورو سياسيونو له مخالفت سره مخ دی.
یاد اختلافونه په مختلفو پړاوونه کې د راپورته کېدو او بېرته کمېدو او حتی ورکېدو په بڼه د دریو کلونو په تېرېدو لا هم روان دي او اوسنی پړوا یې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور په مشرۍ د جمعیت او حکومت ترمنځ له تېرې یوه نیمې میاشتې راهیسي ښه په ګرمه روان دی.
په حکومت کې د سیاسي بې ثباتۍ او د واک په سر ناندریو له کبله یوه لویه اندېښنه داده، چې د خلکو ترمنځ په هېواد کې ورځ تربلې د سیاسي قدرت طلبو لېونو  له لوري، د خلکو د ملاتړ راخپلو په موخه په بېلابېلو بڼو مخالفتونه او تعصبونه رامنځته کېږي. د حبیب الله کلکاني د مړي راایستنه، جنازه او له سره یې خاورو ته سپارل، په غبرګون کې یې د نجات څلي جوړول او په پرېښنایي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې د لیکلو په سر له ډیرې مودې روان اختلاف یې څو ښکاره بېلګې دي؛ خو د دې هر څه ترشا که له یوې خوا سیاسي عوامل ځای لري، له بلې خوا پردي لاسونه هم هڅه کوي، چې په هېواد کې قومي اختلافونه زیات کړي.
په بل اړخ کې د ملي یوالي حکومت په رامنځته کېدو سره د هېواد امنیتي وضعیت له پخوا لا کړکیچن شو. په هېواد کې د جګړې جغرافیا له جنوب څخه شمال ته بدلون وکړ او د تېر په پرتله په شمالي ولایتونو کې جګړې زور واخیست. د ځینې ولسوالیو د سقوط سربېره،  کندوز هغه ښار و، چې د طالبانو له رژیمه راوروسته یې په لومړي ځل د ملي یوالي حکومت پر مهال سقوط وکړ او دوه ځله دا ښار د طالبانو لاس ته ورغی.
د حکومت تر کنترول لاندې سیمې کمې شوې. د «لانګ وار ژورنال» د یوه راپور په اساس، چې د ۲۰۱۵ م کال په اکتوبر کې نشر شو، د افغانستان ۳۱ ولسوالۍ د طالبانو تر مطلق کنترول او د ۳۶ نورو ولسوالیو یې یوازې شاواوخوا سیمې ترکنترول لاندې وې. په ۲۰۱۶م کال کې د سیګار د یوه راپور په اساس د طالبانو تر کنترول لاندې ولسوالۍ له ۳۱ څخه ۳۳ ته ورسیدې، یعنې په دې کال کې د افغانستان یو پر درېیمه برخه خاوره د طالبانو تر کنترول لاندې وه او دا لړۍ لا هم تر پخوا په بد وضعیت کې روانه ده.
پر دې سربېره د ملي یووالي حکومت پر مهال د جګړو له روز اخیستلو سره د ملکي تلفاتو کچه د پخوا په نسبت هر کال په بې سارې توګه لوړه شوه. د یوناما د راپور په اساس په د ۲۰۱۵ م کال کې ۱۱۰۰۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه؛ خو دا شمېره په ۲۰۱۶ م کال کې ۱۱۴۱۸ تنو ته لوړه شوه، دغه راز د یوناما د یوه بل راپور په اساس د ۲۰۱۷م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۲۴۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه؛ خو د روان ۲۰۱۸ ام میلادي کال په لومړۍ میاشت کې یوازې د کابل ښار د صدارت څلور لارې خونړي برید کې ۱۰۳ تنه مړه او ۲۳۵ تنه نور ټپیان شول، له دې وړاندې په جلال آباد، کندهار  او هلمند کې ځانمرګي بریدونه او  په کابل ښار کې پر کانټیننټل هوټل برید، هغه امنیتي خونړۍ پېښي دي، چې د دې کال په پیل کې یې د یو شمېر حکومتي چارواکو او نظامیانو په ګډون، ګڼو ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله واړوله او د حکومت په بې کفایتۍ یې د ګڼو خلکو سختې غوسې را وپارولې.
د ملکي تلفاتو سربېره د ملي یوالي حکومت پرمهال د ضعیف مدیریت او په امنیتي ادارو کې په لوړه کچه د فساد شتون له کبله، د افغان نظامیانو په تلفاتو کې هم زیاتوالی راغی. د سیګار د یوه راپور په اساس د ۲۰۱۶م کال له لومړۍ میاشتې بیا د نوامبر تر ۱۲ مې نېټې پورې ۶۷۸۵ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۱۱۷۷۷ نور یې ټپیان شوي دي؛ خو دغه رقم د ۲۰۱۷م کال په لومړیو اتو میاشتو کې ښیي چې ۲۵۳۱ سرتیري وژل شوي او ۴۲۳۸ نور یې تپیان شوي دي.
د ملي یووالي حکومت پر مهال په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور او په ډیر سرعت یې د هېواد له ختیځ څخه شمال او نورو سیمې ته پراختیا، یوه بله لویه ننګونه ده. سره له دې چې حکومت او طالبان دواړه د داعش ضد مبارزه کوي، خو دا ډله نه یوازې دا چې لا تر اوسه ځپل شوې نه ده، بلکې ورځ تر بلې قوي کیږي، چې د خونړیو بریدونو لمن یې آن تر پلازمینې کابل او ښارونو پورې را ورسیده او  یوازې په تېرو دریو میاشتو کې، یادې ډلې د افغانستان په مختلفو سیمو کې لس خونړۍ حملې کړې دي.
سوله چې په هېواد د روانې جګړې یوازینۍ حل لاره ګڼل کیږي او افغانان یې له لسیزو جګړو په تمه دي، دتېر په شان د ملي یووالي حکومت پر مهال هم تر دې دمه یوازې د شعار په توګه مخته وړل شوې ده او د جګړې دواړه لوري هیڅ داسې کوم عملي او ریښتني ګام اخیستلو ته نه دي تیار شوي، چې هغه دې په  هېواد کې د سولې او ثبات راتلو لپاره د کومې ریښتني دروازه پرانیستلو لامل شي.
ملي یووالي حکومت په لومړیو کې هڅه وکړه، چې د بهرني سیاست له لارې سولې ته ورسیږي. د همدې هڅو په پایله کې د چین هېواد په ارومچي او بیا د پاکستان د مري په سیمه کې د افغان سولې په اړه ناستې، دغه راز د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ترمنځ د افغان سولې په تړاو د څلور اوخیزو ناستو  لړۍ، د پګواش خبرې، د کابل پروسه او ورته نورې ښکاره او پټې ناستې هغه څه دي چې د ملي یووالي حکومت پر مهال د له طالبانو سره د سولې په تړاو ترسره شوې دي؛ خو تر دې دمه یې هیڅ کومه مثبته پایله نه ده درلودلې.
په امریکا کې د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتګ او د هغه له لوري د افغانستان او سوېلي آسیا په تړاو د نوې پوځي تګلارې اعلان، په افغانستان کې د سولې او ثبات راتلو لپاره هغه لږ هیلې هم له خاورو سره خاورې کړې. ځکه په دې تګلاره کې ښکاره په جګړه ټینګار شوی او  سوله له پامه غوځول شوې ده.
د نورو برخو ترڅنګ ، ملي یوالي حکومت له لومړي سره د بهرني سیاست په برخه کې هم، له یو ډول نا‌انډولتوب سره مخامخ وه. په لومړیو کې کابل د اسلام آباد د خوشالولو لپاره یو شمېر ګامونه واخیستل او دومره اسلام آباد ته نږدې شو، چې د پاکستان مهم مخالف هند ته یې تر ډېرې مودې شا کړه؛ خو دا تودې اړیکې په کال کې د ننه بېرته سړې شوې او دواړه لوري یو پر بل د تورونو لګولو او لفظي جګړو څخه آن تر نظامي شخړو ورسېدل او لا هم د دواړو لورو اړیکې ترینګلې دي.
کابل د تهران او ریاض ترمنځ هم د خپلو اړیکو تعادل ونه شو ساتلی. افغان حکومت په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو شیعه حوثی وسله والو پرضد، د سعودی عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف څخه ملاتړ اعلان کړو، چې د ایران له لوري ښه ونه ګڼل شو. دغه راز د روسیې، چین او امریکا ترمنځ د اړیکو په انډول ساتلو کې هم پاتې راغلی دی او همدې ته په کتو داسې ښکاري چې افغانستان د نړۍ د سترو نظامي قدرتونو د نیابتي جګړو په ډګر بدلېدونکی دی.
په ټوله کې د ملي یووالي حکومت په پورتنیو ذکر شوو ډګرونو کې سره له دې چې یو شمېر هڅې کړې دي؛ خو ډیری هڅې یې له ناکامۍ سره مخ شوې دي. جګړه او د وسله‌والو مخالفینو بریدونه د هرې ورځې په تېرېدو زور اخلي، په حکومت کې فساد، سیاسي بې ثباتي او  چارواکو ترمنځ د واک او سیاسي قدرت ترلاسه کولو په هدف روانو ناندریو له امله په اوس مهال کې د افغان دولت مرکزي حاکمیت ډیر کمزوری او بې واکه ښکاري.
د سولې په برخه کې د حکومت تګلاره تر ډېره سیمه‌ییزه او د پاکستان له لارې وه، چې تر دې دمه ناکامه وه، د دې ترڅنګ د سولې په تړاو د ملي یووالي حکومت ناهمغږي او  سولې راتلو په موخه د ریښتنو او عملي ګامونو اخیستلو  په اړه جدي نه پاملرنه هم هغه ننګونې دي، چې د سولې پروسه یې له بن‌بست سره مخ کړې.
له یاد وضعیت څخه د وتلو لپاره، په اوس مهال کې د یوه قوي او متحد مرکزي حکومت موجودیت اړین دی. تر څو امریکا او نور نړیوال دې ته اړ باسي چې په افغانستان کې په ریښتني توګه د جګړې پای ته رسیدو او سولې ټینګښت لپاره ژمن شي، له خپل غبرګوني او نا متوازن بهرني سیاست څخه لاس واخلي او د سیمې ځینې هغه هېوادونه په ځان بېرته باوري کړي، چې اوس مهال یې خپل باور پر افغانستان له لاسه ورکړی.
پای