
روهي (جمعه/۲۸ د چنګاښ)، د امريکا متحدو ايالتو حکومت ويلي دي چې پوځ يې په هرمز په تنگي کې د ايران يوه ډرون الوتکه راغورځولې ده.
ولسمشر ټرمپ ويلي دي چې د ايیران دغه ډرون الوتکه په هرمز په تنگي کې د دوی پوځي بيړي ته را نېږدې شوې وه او د زور مټرو په واټن کې په نښه او را نسکوره شوه.
ټرمپ ويلي دي چې دغه بې پيلوټه الوتکه يې ځکه وېشتلې ده چې د امريکا متحدو ايالتو پوځي بيړۍ ته يې ګواښ پېښولو.