د عمران خان حکومت پخوانی لومړي وزير شاهد خاقان عباسي ونېولو

روهي (پنځه نۍ/۲۷ د مرغومي)، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت د دغه هېواد پخوانی لومړی وزير د نواز شريف د ګوند مخکښ سياسیتوال شاهد خاقان عباسي نيولی دی.
دی نن ورځ لاهور ته په لار نېول شوی دی.

د پاکستان د حساب ورکونې محکمې پخوانی لومړی وزير عباسي په دې تورن کړی دی چې د خپلې لومړي وزير او هغې څخه په مخکې دورې کې يې د خپلې خوښې يوې کمپنۍ ته قرارداد ورکړی، چې دولت يې درانه مالي زيانونه رسولي دي.

د يادونې ده چې له دې وړاندې د عمران خان حکومت پخوانی لومړی وزير نواز شريف، د هغې لور مريم نواز او زوم يې کپټان صفدر هم د فساد په تور نيولي وو.