جاپان کې په یو سټوډیو کې د اور لګېدنې له کبله ۵۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

روهي( پنځه نۍ/۲۷ د چنګاښ )، دغې اور لګېدنې کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ژوبل شوي دي دا سټوډيو د جاپان کې د کیوټو متحرک شرکت سره تړاو لري.
 
 
د کيټو پولیسو ویلي دي چې دغې سټوډیو سره نژدې سیمه کې یو کس ګرځېده چې د ګازو ډبه ورسره وه او داسې انګېرل کېږي چې اور همدغه کس بل کړی وي.
 
 
د دغې سټوډیو څخه ۴۰ نور کسان د پولیسو له لورې ژغورل شوي دي.