استقلال!!

یوازې له ازاد ګرځیدل،  خوراک او  څښاک څخه بې برخه کیدل له ازداۍ نه د محرومتیا په مانا نه ده او یاد کړای شوي شیانو لپاره مادي او معنوي جنګیدل د استقلال جګړه نه بلل کیږي بلکې خبره بله ده او باید هغه څه لپاره چې  فکري بیدارتیا بلل کیږي، که واقع دې لپاره جګړه وشي او د مېرڅن هر ډول کړنې ته جدي غبرګون وښودل شي نو بیا په رښتیا او پرته له کوم شک او تردید څخه هغه ته د ازادۍ لاسته راوړړلو جګړه او استقلال بلل کیږي؛ د فکري بېدارتیا هغه څه دي چې یو هیواد د فکر  د تسخیرولو له لارې، کوم چې په حاضر عصر کې چې له کلونو دغه تسلسل روان دی، بل هیواد د خپل هر ډول امر تسلط لاندې روالي بیا د هغه هیواد ولسمشر او  ولس په اغماضو سترګو د هغه فکر تابع کوونکی هیواد اوامرو  پیروي کوي؛ که یو ځل فکر تسخیر شي او که بیا په مقابل کې جګړه ولې ونه شي خو دا جګړه به دومره مثبته پاېله یا هغه ډول پايله به ونه لري چې کله دښمن فکر تابع کول هوډ درلود، هغه وخت باید په مقابل کې لاس په کار شوي وای، خو که چېرې کار له کاره تېر شي نو بیا یې مخه نیول ډیر ستونزمن کار دی.
 
د فکري استعمار اغیز  روښانولو لپاره ژوندی مثال به د پښتونخوا را واخلو؛ کوم کسان چې که هغه په افغانستان یا په پوښتونخوا کې وي د لوی افغانستان جوړلو یا ډیورند کرښه له منځه وړلو نارې وهي او شعار بدرګه کوي، یوازې دې ته خوشاله دي چې کرښه له منځه یوسي  دې ته یې  فکر نه دی چې هغه خلک په کوم حالتو کې دي اول خو درسره یو ځاې کیږی نه ، دا چې ولې نه یو ځاې کیږي زه یې بیا درته علت ښاییم، که یو ځاې شي ګته نه یې توان ډیر دی. د پښتونخوا ځوانه طبقه چې څه ډول  د فکري استعمار سیورې لاندې ژوند کوي، په معاصر تاریخ کې د فکري استعمار اغیزمنتیا خورا څرګنده بېلګه ده. د پښتونخوا ځوانان سر کار یې ډمتوپ او ډمو سره دی، کومې پیسې چې په ریکشه چلولو،  د ګني او آلو بخاره شربت خرڅولو یا له بل چا نه په قرض اخیتسلو لاسته راوړي نو بیا ډمې او نر ښخې راغواړي او په هغوی یې شیندي او بل څوک له سوسیالیزیم، نیشنلیزیم، لبرالیزم څخه متاثره شوي او پاکستان حکومت هم ورته په دې بلا بدترو کې د له زیاد مصروفیدو اسانچاري کوي او هر ډول داسې اسانتیاوې ورته برابروي چې نه یوازې د لوی افغانستان نوم وانخلي بلکې پاکستان خپل هیواد او افغانستان د خپل  هیواد (پاکستان) دښمن  وبولي نو به داسو حالتو کې  تاسره یو ځاې کیږي چې دوی فکرونه  یې چورلټ  د خپلو اشارو لاندې راوستي دي . تقریبا په پیښور کې یو شیمر رادیو ګانې فعالې دي چې عیسیویت خپروي لپاره کار کوي ،  دوی خپل وار  له مونږه مخته کړی. په ځاې د دې  چې  د لوی افغانستان او ډیوړنډ کرښې له منځه کلل غوښتونکي نارې ووهي او ګردې میز بحثو کې  تکراري خبرې تکرارې کړي، دوی له فکري استعمار  نه ژغورلو ته  پام واړوئ، تر څو بېداره شي خپل ځان او خلک وپیژني که لوی افغانستان جوړ  او دیوړند کرښه له منخه لاړه نه شي حد اقل خپله دیني وجیبه مو سرته رسولي وي او خپله پښتونولي مو ورسره پاللي وي او همدې حالت سره مبارزه کول او کومه ورځ چې   د پوښتونخوا مظلوم ولس ترې وژغورل شي،  پخپله استقلال او هغه  ورځ د استقلال ورځ  بلل کیږي.
 
په نړۍ کې داسې هیوادونو شته چې  نه یې ولسمشرد نړۍ دوېم او درېم مفکر دی او نه په اقتصاد کې له نورو اقتصادي پوهانو غوره اقتصاد پوه بلل شوی نه د بهرنیو هیوادونو لاسپوڅی وی، نه په کوم کتاب لیکلو مشهور شوی وی؛ بیا یې  هم که وګورې هیوادونه یې له هر لحاظ نه ځانبسیا دي؛ نه یې په ادارو کې انارشیزم او بروکراسي شته، نه خارجیانو د سوال  او خیراتونو کچکول نیولی وي او  نه  په  کلونو کې د چا کلیزه لمانځي ـــ داسې نده چې دوی به خپل ملي اتلان او د استقلال ورځ  نه  لري، بلکې لري خو مونږ خواندې نه دي چې هر وطن وران کوونکی، وطن پلوری مړ شې یوه یا دوې ورځې د فاتحې اخېستلو یا کلیزې لمانځلو لپاره ټولې ادارې او تعلیمي مرکزونو رخصتوي او په میلیونو افغانۍ مصرفوي ــ  یې زمونږ د هیواد ولسمشر که په رښتیا د نړۍ مفکر نه دی خو اوس پرې د مفکري ټاپه  وهلې شوي ده، که ویې منو هم  چې مفکردی خو مفکر داسې نه وی او نه د ده  کارونه د مکفر   دي. په میلیونو افغانۍ یوازې د کابل ښار محدوده برخه ټاکلي وخت پورې په مختلفو چراغونه پوښول، داخلي سندرغاړي سندرې ویلو لپاره رابلل، دا کړنې د شتو مشکلاتو حل لپاره د حل لارو څخه د حل لارې دي!؟ او بل دا سندر غاړي  ډډه ورځ په ملي تلویزونو او ټولنیزو شبکو کې بې مانا شیانو ویلو خولې وازې نیولي وي نو په دوی دومره لګښت کولو ته  څه اړیتا ده!!
 
  په افغانستان که خلک ابتدائي ژوند اړتیاوې ته لاسرسی نه لري او ولس څومره د فکري لحاظ نه ژوبل دی، د اقتصادي پروژې عملي کول ګړندې شي او فکری استعمار او فکري بېدارتیا لپاره هلې ځلې وشي او خپل تعلمیي نصاب ورغوو او کومه ورځ چې د استقلال په نامه لمانځې  د هغه په حقیقت تر اوسه اولس سهي نه دی خبر چې خبره  څه وه؛ د هغه په مفهوم ولس وپوهوه او چا نه چې د آزادی اخیستلو دعوا کوې اوس چیرې ازاد یې هغه ( انګلستان) اوس هم ارګ ته څیرمه ډډه اچولې او کله چې اماني سلطنت سقوط سره مخامخ شو د هغه لاملونه په ګوته کړای شي او په همدې لاملونه باید ډیرې تبصرې هم وشي چې بیا ځلې ولس د نورو په لمسون ونه لمسیږي او شته ودان  وطن وران نه کړي.
 
کومه ورځ چې، په حکومتي ادارو کې بې منظمتیا منظمه شي او بروکراسې تر اخرې کچې را کمه شي، ولس له لوږې او تندې وژغورل شي، ټوپکسلاري ته پاې ټګې کېښودل شي، د غلو  او په نامه  قوماندان، جنرال بازي له منځه یوړل شي، څوک چې دیني ارزښتونو ته بې حرمتي کوي مجازات شي، مرکزي حاکمیت رامنځته شي، په مزو، چړچو او بې ځایه تشریفاتو او نورو خرافاتو باندې بې ځایه لګښتونه ونه شي، نوی نسل ـــ دواڼو ، هلکانو او نجونو ته ــــ  د شریعت مطابق د  لوړو زده کړو لپاره په داخل او خارج کې او    وروسته له فراغته  هر یو ته چې د هغه طبعیت سره ښيي، کاري  زمینه برابره شي، دیني او د معاصرو علومو ښوونکو درناوې وشي دې ته ورته نور ډیر څه شته چې د نورو  نا اړینا کارونو   په نسبت  ورته اولیت  ورکړې شي، نو هغه ورځ به د استقلال ورځ وي.