د افغانستان د جګړو  تسلسل لاملونه (لومړۍ برخه)

هر څوک غواړي په خپل هیواد کې ارامه په سوله او د امنیت په فضا کې د خپل ژوند پاتې وخت سبا کړي  او په حاضر وخت کې کوم  داسې پرمختللې توکې راوتلې او کشف شوي چی په واسطه یې شخص کولی شي چی د خپل ورځنې ژوند چارې په کم تکلیف، زحمت او په لږ انرژي په مصرف رسولو سره بر مخ بوځي، ورڅخه برخمن شي؛مګر داسې هم نده چی د سولکالۍ فضا به تر تله له ټولنې خپل غبرګ لاسونه رانغړلي وي بلکې امکان شته چی په مقابل کې بعضې کورني او بهرني کواښښونه خپل سرونه را پورته او ویې ګواښې او نه یې پرېږدي چي پر ټولنی د تل لپاره حاکمه وي.
 
یو هیواد په خپل وخت کې د پرمختللو هیوادونو څخه د شاتې پاتې کیدو ډیر لاملونه درلودلې شي او هر لامل کولی شی چی خپل رول په بیلا بیلو برخو کې ولوبوي او تقریبا لوبولی دی؛ یو شمیر هغه هیوادونه چی د یو شمیر کواښونو ښکار ګرځیدلي پر ځای پرېدږم، غواړم دلته پر خپل هیواد (افغانستان) باندې چی ولې شاته پاتې شوی، له ډیر وخت او ځنډ راهېسی جګړو سره لاس او ګریوان دي او ولس یې ولې ورځ تر بلې ځپل کېږي او له اساسي حقوقو څخه محرومېږي او ځوان نسل یې ننګونو سره مخامېږي؟
 
 ګڼ لاملونه لري چی دلته به پرې د خپل  محدودې څیړنې او مطالعې په استناد لیکنې کوم چی په هرې یوې لیکنې کې به یو یا دو لاملونه په اړه څه لیکل شوي وي، تر څو له دې لاملونو څخه خبر اشخاص ته یوه یادونه  او  که چیرې په دغو لاملونو کې کوم لامل  په سمه توګه څیړل شوی نه وي او یا  بل داسې لامل چی د جګړو د تسلسل سبب شوی وی یا  زه یې په لیکلو توانیدلی نه وم  یا دلته د لامل په توګه په ګوته شوي نه وي، ور اضافه  او په کره توګه د څیرنې لاندی ونیسي او  بی خبره اشخاصو ته دې لپاره چی بیا د دې ډول لاملونه تکرار چی د بیا ځل هیواد او ولس  بیرته  جګړې لوری ته سوق نه کړي، په پام کې ولري.
 
لومړی لامل چی د ټولو لاملونه په سر کې شتون  لري، نا پوهي او له زده کړي بی برخې کیدل دي؛ ځکه پوه د یو هیواد بنسټ کلکوي او  د پوه پواسطه یو دولت کولای شي چی خپلې له داخلې سرچینو څخه په ګټه اخیستلو هستمند او د خود کفاء شي، یوالي راولي او خلکو ته دا تلقین ورکوي چی باید یو بل راسره اوږه په اوږه د یو چور لېځ او محور لاندې راسره غونډ شي؛ مګر خبره دلته ده چي تیرو پاچهانو  د پوهي او زده کړی ترلاسه کولو لپاره څه یې ترسره کړي و او کنه؟!
 
که چیری د افغانستان په معاصر تاریخ کې د زده کړی تر لاسه کولو په برخی باندې د یو ځغلنده نظر واچوو  نو  د خپل پوښتنې ځواب  به  وموندلی شو؛ د امیر شیر علی خان په پېر کې د درګونې مطبعو په پرانیستلو سره  د زده کړي تر لاسه کولو او هغه په واسطه متنوع علوم سره د اشنائی په پیدا کیدو يوه پیلامه وه مګر هر څه  د کورني او بهرني تضادونو، کشمکشونو، او ګاوندي هیوادونو سره د پولو د ټاکلو له وجه په تتیدو او ټاکلي مسیر باندې د تګ لاره کږه شوه؛ وروسته له امیر شیر علی خان د هغه زوی یعقوب خان د کورنیو وضعیت ته نه پاملرنې او د هغه د اداره کولو وړتیا د نه درلودلو او د انګریزانو د پای نه موندنې هڅې له امله یعقوب یې دې ته وهڅوه چی د دوی په خوښه کار  وکړي او زده کړی ترلاسه کولو لپاره  د لارې چارې  د پلټلو او حالات برابرلو لپاره یې ورته  هیڅ چورت  خراب نه و؛ ځکه محیط د داسې کړنی تر سره کولو لپاره مساعد نه  و، په دې خاطر  د واک واګۍ داسې چا لاس ته ورغلې وه چی بی تجربې و د ارضی تمامیت په ساتلو نه پوهیده او ولس له زده کړی بی برخی کیدو معایبو څخه بی خبره و.
 
د عبدالرحمن په دور کې یو شمیر دار الحفاظونه جور شول او کم شمیر حافظان یې درلودل او کومې مطبعې چی د عبدالرحمن په وخت جوړې پاتې وي او ورڅخه د کار اخیستو وړتیا یې درلودله،عبدالرحمن پې  یو شمیر رسالې چاپ کړې او د دغو رسالو په واسطه خلک سره   د نوموړي پاچا په دستورونو پاندی سهی پوهاوي مرسته کوله او د عبد الرحمن دوه ګونې سیاست له مخی خلک یې د چاپ شوي رسالی په ذریعه د انګریز په خالف د جهاد کولو لپاره رابلل نور داسې کوم ځانګړی کار چی د ولس زده کړی تر لاسه کولو لپاره جوګه شوی وای نه وه کړي، داسې هم نه وه چی هغه وخت د داسې کړنو لپاره زمینه مساعده نه وه، بلکې وه او مالی توان هم درلود؛ مګر د عبد الرحمن ټوله پاملرنه د اردو ملی جوړولو او د خپل تخت او پاجاهی  د ساتنی لوری ته وه.
 
ورپسې د حبیب الله خان  د عبدالرحمن  زوی، په دور کې په افغانستان کې د زده کړی تر لاسه کولو لپاه د لومړي ځل لپاره  د ښوونځی حوړولو لپاره ډبره کېښودای شوه او ښوونځی یې په درېو دورو وویشو او حتی د نظامي زدهکړې ترلاسه کولو لپاره یې هم حربی ښوونخی پرانیسته دا هر څه خلک زده کړی ترلاسه کولو لوري ته وهڅول شول، نسل په بدلیدو شو او د تعلیم یافته خلکو په ذهنونو کې د افغانستان د له پراختیا لپاره نوې طرحې راوټوکېدې؛ حبیب الله خان په دور کې مونږ کوم داسې د زده کړی ترلاسه کولو په وړاندی خنډ نه لیده مګر د هغه وخت غوښتنه هم دومره بسنه کوله ځکه هغه وخت د افغانسان په داخل کې مونږ  ډیر شمیر تعلیم یافته و ګړي نه درلودل چی د ښوونکی په صفت زده کونکي ته یې درس ورکړی وای ځکه هرڅه په ابتدایي مرحلې که ول، کوم ښونځی چی حبیب الله خان پرانیستلی و په هغه کې اکثره د هندوستان استاذان ول او دوی هم له خپل  تربګنیت نه نه تیرېدل د خپل بادار په چوپړ کې اخته ول زده کوونکي ته  به یې داسې په ښه طرز درس نه ورکوه او کله چی د ژمې رخصتیانې رانزدې شوی نو دوی ته به یې د ریاضی داسې مبهم او پیچلې سوالونه د حل کولو لپاره کورنۍ دنده ورکوله نو زده کونکو به په رخصتیانو کې بل کار لپاره وخت نه مونده بلکې یواځې پوښتنو حل کولو ته به اړم او لالهانده ول او ښوونکي به خپل هیواد ته ستانېدل او هلته به یې خپل بادار ته  د خپل شاهکار یادونه کوله او خپل کورنۍ سره په ارامه ورځې شپې سبا کولې؛ که چیری وروسته د زده کړی په برخه کې پرمختګ هم شوی وي مګر د حبیب الله خان په وروستي وخت کې پخپله حبیب الله دی ته چمتو نه و چی دي برخی ته یې پاملرنه کړي وای ځکه په لهو، لعب او عیاشي کې ډوب و.
 
خو د امان الله خان په دور کې د زده کړی تر لاسه کولو لمن وغځیده او نور ښوونځي هم جور شول بالخصوص نجونو لپاره هم ښوونځی پرانېستل شو، ګڼ شمیر زدکوونکي خارج له هیواده د لوړې زدهکړې ترلاسه کولو لپاره ولېږدول شول او د سراج الاخبار شتون ترڅنګ نورې جريدې هم د عامه پوهاوی او د کورنې هر ډول وضعیت څخه د خلکو خبرتیا لپاره د سیالۍ ډګر ته راووتلې مګر دا روڼ لمر د سقاوی زوی په راتګ د تورو  تیارو  په پټو کې په پټېدو شو اوزده کړی لپاره د کار کولو هیڅ څرګ تر سترکو نه شو بلکې له منځه تللو په حال کې وه، او همداسې د نادر خان په دوري کې کوم کارونه امان الله خان د زده کړی لپاره کړي و، نه یواځې پرمخ یو نه وړل شول بلکې مخ په کمیدو و، خارج ته د زده کړی ترلاسه کولو لپاره کوم زده کوونکي  لېږل شوي  یو شمیر زده کونکي بیرته را وبلل شول  او همداسې په هیواد کې د زدکونکو شمیر ګراف راټیټ شو همدې حالت ته ورته د هاشم خان دوره، که څه هم ظاهر شاه د خپل  پلار مړینی نه وروسته پاچا و خو په اصل کې پوره د چارو سمبالښت صلاحیت د هاشم خان په لاس کې و، په بی اعتنائي کې تیره شوه خو وروسته له هاشم خان د شاه محمود، څنګه چی مې مخکې وویل ظاهر شاه یواځې په نوم ټولواک ګڼل کیده په حقیقت کې د نوموړي ترونه یو په بل پسې د واک خاوندان ول او ټول کارونه د دوي په اشارو کیدل، په دوره کې د خپل کورنۍ استبداد څخه د خلکو پام د اړولو لپاره یو لړ کارونه په لارې واچول چی په ډلی کې یې د زده کړی ترلاسه کولو لپاره د کابل پوهنتون جوړول بختور قدم ګڼل کیدی شي، همدغه حالت د زده کړی په برخه کې لګ بدلون او پرمختیا په راوستلو کې تر خلقیانو دوری پوری دوام وکړ مګر د خلقیانو، پرچمیانو، مجاهدینو، او طالبان په دورو کې د زده کړی په برخه   کې داسې ځانګړي کارونه د یادونی وړ وي، نه دي شوي بلکې ډیر وخت لپاره خلک له یوی دوری تر بلی دوری له زده کړی بی برخی ول.
 
د حامد کرزی دوری په پیل  کې د زده کړی لپاره  په یو شمیر ولایتونو کې ابتدايي کارونه ترسره شول او د بی سوادۍ کچه چی اصلی لامل یې جګړه وه، راټیټه نکړه که څه هم د ښوونځیو جوړیدو چارې دوام درلود مګر په ورستیو کالونو کې د بی سوادۍ سلنه لګ څه راکمه شوه، همداسې په حاضر وخت  کې د موجود حکومت د  زده کړی لپاره د څه کولو لپاره لاس په کار شوی  مګر د تېری دوری په نسبت د زده کړی په برخه  کې ډیر څه مثبت تر سترګو کیږي.
 
پایله: پوه شخص ته ښه او بد ترمنځ تفکیک کول  ور زده کوي  د  ځان اصلاح  او وطن ابادولو  تګلوری ورته په ګوته کوي، مګر د  پوهی په نه شتون کې  پورته ویل شوي بر عکس پېښږي او هر څه به د خپل ځان او  خپلې کورنۍ او د خپل وطن  په توان ګڼي ، او له پوهی بی برخه کیدلو سره د فکر  دایره  تنګه کیږي  که چیری همداسې نا پوهي  دوام ولري  د جګړو تسلسل  به ورسره  دوام  ومومي .