د سعودي عربستان او عراق ترمنځه تړلې سرحدي دروازه ۲۹ کلونو وروسته پرانیستل کیږي

روهي( پنځه نۍ/۲۷ د چنګاښ )، عراق کې د سعودي عربستان لوی سفیر عبدالعزیز الشمري د العربیه تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې د رعقا او سعودي عربستان ترمنځه یواځنۍ د ( ار ار ) سرحدي دروازه به د روان کال د اکتوبر په ۱۵ مه نيټه په رسمي ډول پرانیستل شي او په فعالیت به پيل وکړي.
 
 
هغه ویلي چې دا سرحدي دروازه به د بغداد او ریاض ترمنځه د خلکو د تګ راتګ سره ډیره زیاته مرسته وکړي . په ځانګړې توګه د حج د مراسمو پر وخت هغه ویلي دي چې تمه کیږي په کال کې ۶۰۰ زره تنه عراقیان ددې سرحدي دروازې له لارې سعودي عربستان ته سفر وکړي.
 

د یادولو وړ ده چې د ( ار ار ) سرحدي دروازه د سعودي عربستان او عراق ترمنځه د ۸۱۲ کیلومتره ګډه پوله کې یواځنۍ سرحدي دروازه ده.
 
 
د عراق لخوا په ۱۹۹۰ میلادي کال کې د کویټ د اشغالولو نه وروسته سعودي عربستان ددې هیواد سره خپلې ټولې ډیپلوماتیکي اړیکې پرې کړې او سرحدي دروازه يي هم وتړله.