
روهي( څلورنۍ/۲۶ د چنګاښ )، د پاکستان پوځ ویلي چې نن ورځ یې حافظ سعید په پنجاب ګجرانواله سیمې څخه نیولی دی. حافظ سعید باندې تور دی چې دا د ترهګرو ډلو سره مالي ملاتړ کوي.
حافظ سعید دا وخت د پاکستان د پوځ له لورې یو نامالوم ځای ته وړل شوی دی.
هند هېواد هم د امریکا څخه څه وخت وړاندې غوښتي وو چې حافظ سعید په تور لېست کې واچوي.