روهي( څلورنۍ/۲۶ د چنګاښ )، پاکستان یو هېواد چې د خپلو وګړو لپاره په کې بېلا بېل قانونونه مخ پر وړاندې ځي.
دجنوبي او شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ دوه منتخب غړي علي وزیر او محسن داوړ نه یوازې د ترهګرۍ په مقدمو کې نیول کېږي بلکې لا هم له ځنډنیو عدالتي اورېدونو سره سره په زندان کې هم دي.
د یوه هېواد له وګړیو سره جلا جلا چلند، له قانوني پلوه څنګه ارزول کېدلای شي؟
د دې په اړه د پېښور های کورټ بار مشر عبدالطیف اپرېدی ویلي د ایین له مخې باید د پاکستانیو وګړیو ترمنځ به هېڅ امتیازي سلوک او فرق نه کېږي. ټول وګړي یې یوډول حقوق لري.
اپرېدی وايي له علي وزیر او محسن داوړ سره خو دومره لوی لوی توپیري چلند روان دی چې نه یې اسمبلۍ ته وړاندې کوي، نه یې عدالت ته وړاندې کوي او تل یې جج هم پر چټۍ/رخصتۍ تللی وي.
وروستي