ګلزار حسین: بې لاسه او بې پښو استاد

روهي( درې نۍ/۲۵ د چنګاښ )، ګلزار حسین چې دا وخت ۲۸ کلن دی او د خیبر پښتون خوا په پاړاچنار کورمه کې د استادۍ دنده ترسره کوي هغه د تازه ځوانۍ پر مهال خپلې دواړه پښې او خپل چپ لاس په یوې بمي چاودنې کې د لاسه ورکړي وو، خو هغه د دغه ټولو ستونزو او کړاوونو سره بیا هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په اسلامیاتو کې یې ماسټري وکړه.
 
 
هغه وخت کې چې د په بمي چاودنه کې خپلې دوه پښې او یو لاس د لاسه ورکړ مګر د خپلې هیلې د لاسه ورنه کړې او د نورو عادي ماشومانو په څېر یې خپلېې هیلې ژوندۍ وساتلې او دا به د خره پواسطه ښوونځي ته ته او راته.
 
 
هغه او س په خپل پلرني کلي کې په یو ښوونځي کې د استادۍ دنده پر مخ وړي. هغه دا وخت ۶۰۰۰ کلدارې ماش لري او د خپل ژوند کارونه په عادي ډول پر مخ وړي.
 
 
ګلزار حسین د خپلو کلیوالو او هغو ماشومانو څخه چې دا ورته استادي کوي خوښ دی او وایي چې هغوي ټول ورسره مرسته کوي.
 
 

د ګلزار حسین زوی محمد رشید چې دا وخت په ښوونځي کې دی وایي چې حکومت باید زما پلار ( ګلزار حسین ) باید یو ځانګړی استاد ونومول شي.