امریکا کې د ناقانونه کډوالو د نیولو لړۍ پیل شوه

روهي( دوه نۍ/۲۴ د چنګاښ )، امریکا متحده ایالتونو کې د ناقانونه کډوالو د شړولو لړۍ پیل شوه. د امریکا د کډوالۍ او پولو د محافظت ادارې په هیواد کې د څه باندې ۲۰۰۰ تنو ناقانونه کډوالو د نیولو په خاطر په اقداماتو لاس پورې کړ.
 
 
د امریکا د سي ان ان تلویزیون د یو تن چارواکي له قوله لیکلي دي چې د ناقانونه کډوالو د نیولو په خاطر د اتلانتا، بالتیمور، شیکاګو، دنور، هاوسټن، لاس انجلس، میامي، نیویارک او سن فرانسسکو په ایالتونو کې چاپې او عملیات پیل شوي دي. همداشان په نیواورلینس ایالت کې د سختو توپانونو له امله عملیات ځنډول شوي دي.
 

د بله پلوه دې مسئلې په امریکا کې ځینې جنجالونه هم پیل کړي دي.
 

د امریکا د نفوس د احوالو د ثبت او کډوالۍ د چارې ادارې سرپرست مشر کین کوچینلي ویلي دي چې پدې چاپو او عملیاتو کې هغه کسان نیول کیږي چې وار د مخه د ناقانونه کډوالو په توګه ثبیت شوي او د نیولو امر يي شوی دی.