روهي( دوه نۍ/۲۴د چنګاښ )، د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، که واشنګټن پر دوی اقتصادي بندیزونه ختم کړي، ايران چمتو دی د امريکا له متحدو ایالاتونو سره مذاکره وکړي.
په همدې حال کې اروپايي رهبرانو د تهران او واشنګټن ترمنځ د روان کړکېچ د ختمولو لپاره د نويو خبرو غوښتنه وکړه.
حسن روحاني پرون ورځ په خپل رسمي وېبسایټ کې ويلي: تهران تيار دى د ټرمپ له ادارې سره خبرې وکړي، خو که دى خپل بنديزونه او بدمعاشي بنده کړي.
د امريکا متحد ايالاتونه د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړون څخه تېرکال د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ.
د ټرمپ ادارې ويلي و چې دغه تړون به ايران ته دا وړتيا ورکړي چې په څو کلونو کې اټمي وسله جوړه کړي.
تهران په ځواب کې داسې اقدامات کړي چې د يورانيمو غني کول له هغو حدودو واړوي چې په اټمي تړون کې ورته ټاکل شوي وو.
دا مسئله د دې سبب شوه، چې امريکا د نورو بنديزونو خبردارى هم ورکړي.
وروستي