
د افغانستان خپلواکي زموږ د نیاکانو د وطن پالنې، سرښندنو او مبارزو پایله ده او دا زموږ ټولو مسوولیت دی چې نه یوازې د دغې ارزښتناکې ډالۍ درناوی بلکې ساتنه یې هم وکړ. له نن څخه سل کاله وړاندې چې پر سیمه او ګاونډ د برتانونیانو راج چلېده او د امپراتورۍ لمنې یې د افغانستان تر پولو راغځېدلې وې او غوښتل یې چې افغانستان هم د خپلې امپراتورۍ برخه وګرځوي، مګر له سخت مقاومت سره مخ شول.
کله چې انګرېزان د افغان غازیانو پر وړاندې مات شول او د جنګ تاب یې رانه وړ، نو پرېکړه یې وکړه چې د افغانانو استقلال باید په رسمیت وپېژني. زموږ خپلواکي د اسیا ځینو هېوادونو ته هم الهام بخښونکې وه. ځکه چې افغانستان د اسیا زړه هیواد دی او که چېرته په افغانستان کې ارامي نه وای نو په نورو اسیايي هیوادونه هم ورسره په خطر کې ول. په همدې خاطر دغه ستره لاسته راوړنه د افغانانو لپاره ستر ویاړ ګڼل کېږي.
شاه امان الله خان کله چې له انګرېز نه خپلواکي واخيستله او انګرېز یې په پوره توګه مات کړ. خپلو هیواد والو ته یې زېری ورکړ چې اوس افغانستان خپله خپلواکي تر لاسه کړه نور مو هیواد یو خپلواک هیواد شو. او هېڅ بل هیواد دا حق نه لري چې په هیواد کې مو لاسوهنې وکړي او هیواد مو راخراب کړي.
او هیواد والو ته یې د دې سپارښتنه هم وکړه چې زه به یم او یا به نه یم خو د هر کال په همدې ورځ چې د زمري اته ويشتمه ده باید دا ورځ په ښو شاندارو مراسمو سره ولمانځل شي. تر څو دښمن مو خجالت واوسي او بیا د افغانستان د ورانولو نېت ونکړي.
د شاه امان الله خان په دې زېري سره هیوادوال ډېر زیات خوشحاله کړل، ځکه چې هغه وخت افغانانو له انګرېزانو سره ډېرې سختې جګړې وکړې افغانانو او هیواد ته یې سخت تاوانونه واړه ول په هیواد کې مو بدې ورځې وې. ملت د ازادۍ غوښتونکي ول تر څو د بل له ولکې څخه خلاص شي. افغانان هم له همغې ورځې راپه دې خوا دا ورځ په شاندارو مراسمو سره لمانځي. ځکه چې د دې ورځې په لمانځلو سره مو دښمن ځان خجالت بولي، او د دښمن په زړو زخمونو باندې مالګه شیندل دي. او دښمن مو نړۍ والو ته ضعیف معرفي کول دي.
د هیواد په جګړه کې زړورې افغانې مېرمنې هم ونډه درلوده. له خپلو مجاهیدینو سره یې اوږه په اوږه جګړه کړې او د دښمن پر وړاندې یې مبارزه کړې ده. چې له هغې جملې یوه هم ملالۍ میوند ده چې غازیان له سختې ماتې سره مخ ول چې په دې وخت کې ملالۍ خپلو غازیانو ته یوه ټپه وویلې او غازیانو یې په جوش سره راوستل همغه وه چې دښمن یې مات کړل. هغه ټپه داسې وه.
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
افغانستان چې دا مهال له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لر ي، نو زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول قوت د دغې شومې پدیدې پر وړاندې نه یوازې د افغانستان او افغانانو د دفاع ، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د تامین په خاطر په مېړانه جنګېږي او باور دی چې افغانستان به زموږ د مېړنیو د اتلولیو له برکته ارام او خوندي شي ، مګر د دې ترڅنګ مو اقتصادي خپلواکۍ ته هم اړتیا لرو او په دې برخه کې د ټولو هیوادوالو فعال رول حتمي دی، ځکه چې سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ سره تړلې دي.