دنړیوالې سرمایه ګزارۍ ادرې پاکستان څه کم شپږ ملیارده ډالر جرمانه کړی

روهي( یوه نۍ/۲۳ د چنګاښ )، نړۍ کې دسرمایه ګزارۍ دچارو په اړوند د نړیوال بانک ادارې (ایي سي ایس ایي ډي) د ریکوډک په قضیه کې پاکستان ته دڅه کم شپږو ملیاردو ډالرو د جرمانې سزا ویلي دي.
 
 
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دخپلو سختو اقتصادي ستونزو څخه دځان ویستلو په خاطر اوس اوس دنړیوالې مالیاتې ادارې ایي ایم ایف سره دشپږو ملیاردو ډالر د پور یو تړون کړی اؤ ددغه تړون په اساس پاکستان کې دسیوا شوې ګرانۍ اؤ ټیکسونو په ضد دخالي په ورځ ګرد هیواد کې کار بندیز شوی و.
 
 
دسرمایه ګزارۍ دچارو فیصله کوونکې نړیوالې ادارې پاکستان ته د جرمانې سزا پرون ورځ ټاکلې چې پاکستان به ۴.۰۸ ملیارده ډالر د تاوان اؤ ۱.۸۷ ملیارده ډالر د سود په مد کې ډکوي.