سومالیه کې پر یو هوټل برید کې ۷۶ سیاست مدارانو او ژورنالېستانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

روهي( یوه نۍ/۲۳ د چنګاښ )،ړسومالیه کې پر یو ّوټل د ځانمرګي برید او ډزو په نتیجه کې ۲۶ سیاستمداران او ژورنالېستان وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.
 
 

دغه هوټل کې د سومالیه د هېواد د سیاسي ګوندونو ترمنځ ناسته روانه وه چې ژورنالېستان هم ورغلي وو.
 
 
دغه هوټل ته امنیت هم نیول شوی و خو بیا هم یو ځانمرګي بریدګر د دغه هوټل مرکزي دروازې سره خپل موټر چې د بارودو څخه ډک و ډزولی او نور برید ګر د هوټل دننه ننوتلي دي چې توانېدلي چې ۷۶ کسانو ته مرګ ژوبله واړوي.
 
 
دغه ناسته کې امریکایي، برطانوي او کاناډایي وګړي هم موجود وو.