روهي( یوه نۍ/۲۳ د چنګاښ )، پاکستان کې د تجارانو د ادارو لخوا په سرمایې کې د نوو لګول شويو مالیو او ګرانۍ پرضد په ټول هېواد کې کاربندیز اعلان کړی دی.
د دې کار اعلان د د ټول پاکستان د تجارانو مشر اجمل بلوڅ د جولايي پر ۱۲مه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پرمهال وکړ.
په خیبر پښتونخوا ، سیند ، پنجاب ، بلوچستان او ګلګت بلتستان کې کاروباري مرکزونه بند دي او په بازارونو کې د مالیو پرضد اعلانونه لګول شوې دي.
د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون په مردان، ډېره اسماعیل خان، بنو ، چارسده ، نوښار ، سوات ، دیر، سکردو او نورو زیاتره سیمو کې تاجرانو په یوه خوله کاروباري مرکزونه او دکانونه تړلي دي.
د مومند قبایلي ضلعې په ګډون په نورو ورته سیمو کې هم دکانونه، هوټلونه او د کاروبار ټول ځایونه تړل شوي دي او احتجاجي مظاهرې شوې دي.
د ملک د نورو سیمو په څېر په بلوچستان کې هم د ګرانۍ او نویو لګول شوو ټیکسونو پرضد کاربندیز شوی دی.
وروستي