
روهي( نۍ/۲۲د چنګاښ ۹)، د پاکستان یو مهم سیاستمدار تحریک انصاف ( عمران خان ګوند ) ته رایې ورکولو په خاطر د پاکستاني ولس څخه بخښنه غوښتې ده. د ( نظام الدین سیالوی ) ویلي دي چې دا یو ځل بیا د مسلم لیک ( ن ) ګوند څخه خپل ملاتړ اعلانوي.
هغه دا خبرې د پاکستاني یو تلوېزیون ( نجي تلوېزیون ) سره کړې دي او زیاته کړې یې دا چې دا یې د ژوند لویه تېروتنه وه.
نظام الدین سیالوی زیاته کړې ده چې دا تېروتنه ما نه بلکې زما ورور پر ما کړې وه خو زه د ټولو هغو خلکوبخښنه غواړم جې ماته یې رایه راکړې وه.