ترکیې ملي دفاع وزارت: روسیې ترکیې ته د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو په سامان الاتو سپارولو پيل وکړ

روهي( نۍ/۲۲ د چنګاښ )، د ترکیې ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم د سامان آلاتو لومړنی پړاو پلازمینې انقرې ته راورسیدل. د ترکیې دفاع د وزارت لخوا په خپور شوي اعلامیې کې راغلي دي چې د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سامان آلات د انقرې مورتید هوايي ډګر ته راورسیدل.
 

اعلامیې زیاته کړې ده چې ترکیې د ۲۰۱۷ میلادي کال د اپریل په ۱۱ مه نیټه د روسیې سره د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم د رانیولو په اړه تړون لاسلیک کړ.
 

د نوموړي تړون په چوکاټ کې روسیې د ۲۰۱۹ میلادي کال د جولای په ۱۲ مه نیټه ترکیې ته د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سپارولو لړۍ رسمآ پيل کړه.
 

د ویلو ده چې د لومړۍ الوتکې نه وروسته د روسیې نه دویمه او دریمه الوتکه هم پلازمینې انقرې ته راورسیدې.
 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفاعي صنایعو ریاست ویلي دي چې د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو اړوند پرزو او سامان آلاتو تسلیماتو لړۍ به دوام وکړي.