
که وګورو نو په یوه موضوع آن څو کتابونه تکرار لیکل شوي خو ښه ده چې د پخوانیو لیکنو په پیروۍ په هماغو موضوعګانو د لیکنو کچه را کمه شي، ځکه ډیری يې د نه کاریدنې له کبله خپل ارزښت له لاسه ورکوي. زما خبره په ادبیاتو کې ده خو داسې هر بل مسلک درواخله. نو ضرور نه ده چې په هماغه موضوع په یوه بله وینا بل لیکوال لیکنه وکړي. له دې چې د پخوانیو لیکوالو په لیکدودونو لیکنه وشې ځکه هغه چې لیکل شوي بسنه کوي، نه ښایي چې له لسو نورو کتابونو یو کتاب څوک په خپل نوم جوړ کړي، خو کتاب هغه دی چې ولیکل شي! نو څه ښه چې د نوې لیکدود په اړه، همداسې په ژبپوهنه، ګرامر او یا نورو مهمو برخو کې چې لږ تر لږه د وخت په ضایع کیدو وارزي او لوستونکي ولري، نوې پنځونې، زیاتونې او نوښتونه وشي. دا خبره مې په دې معنا ده چې لومړی دې وکتل شي چې دا موضوع د لیکنې وړ ده، ارزښت لري او که نه؟.
هر څوک چې املاء لري هغه لیکنه هم کولای شي د دې په توپير چې ښه، پخه او کره لیکنه کومه ده او پياوړی لیکوال څوک دی؟ نو ویلی شم چې د ضرورت له مخې په یوه موضوع داسې هر اړخیزه لیکنه چې په هغې کې اړین معلومات ځای شي تر څو لوستونکو ته د سوال ځای پاتې نه وي، ژوندي مثالونه ولري، د تجربې او څیړنې پایله وي، لوستونکې ترې په اسانۍ مطلب واخلې او وپوهیږي دا ښه او کره لیکنه ده او دا چې لیکنه د لیکوالۍ په هنر او معیارونو برابره ولیکل شي دا بیا د پياوړي لیکوال ځانکړنه ده.
د سمې لیکنې لپاره ډيرې لارښوونې شته چې له هغو څو اړینې به لاندې یادې شي، خو اوس به په سمونه باندې لنډکی بحث وکړم. استاد عبدالسمیع وحدت په خپل کتاب (د سمونې لارښود) کې د سمونې پېژندنه داسي راته کوي: هغه ټول ادلون بدلون چې له لیکنې وروسته په متن، محتوا، ارقامو، لیکبڼو او د ژبې په اصلاح کې راځي او لیکنه چاپ ته تیاروي، دېته سمونه وایي.
نو ویلی شو چې په لیکنه کې د هر راز غلطیو لرې کولو ته سمونه وایي، دا چې کره او پاخه معلومات را ټول کړو دا مو د لیکنې منځ پانګه ځواکمنوي خو دا چې همدغه معلومات په سمه او معیاري توګه څنګه تر نورو ورسوو دا د لیکوال له ځانګړي مهارت برسیره سمونې ته اړتیا لري، دغه سمونه لومړی خپله لیکوال د لیکلو په لړ کې بیا یې د بیا ځلي لوستلو، له نورو مسلکي کسانو په مشوره اخیستلو او په پای کې یې د سمونګرانو په لارښوونه کولای شي. استاد اجمل ښکلی هم په دې ټینګار کوي چې "د کتاب په چاپولو کې بېړه په کار نه ده، ځکه د دې پر ځای چې شهرت تر لاسه کړو، اعتبار له لاسه ورکوو". په هره موضوع که څومره هم لیکنې شوې وي خو غوره به هغه چې کره وي، نوی مطلب ولري او له ګونګتیا پاک وي.
نو اوس به په لیکنو کې په ستونزو او لازمو لارښوونو وغږیږم او په سر کې به یې د لیکنښو په خپل ځای کارولو څخه پیل کړم. د لیکنښو پېژندنه او کارونې ځای زده کړه ضرور ده! دا بیا لوسته اسانوي، مطلب مو په هغه توګه چې موږ یې غواړو رسوي، که نه نو سوالي جملې، ندایي او خبري جملې به سره ګډې شي، د امر او نهې توپیر به ونشي، جملې به جلا نه وي او په جملې پورې تړلي توکې به ښکاره نه وي. زموږ فکر، عاطفې، حیرانتیا، غوسه، جدیت، احساس او د خبرو آهنګ به نا څرګند پاتې شي، لفظونه، کلمې او عبارتونه به روښانه نه وي، واړه عنوانونه به له متن سره توپیر نشي او داسې نور لسګونه د کارونې ځایونه لري، چې بی معنا به پاتې شي. دا هر یو حالت ځانته جلا نښه لري چې پام ورته حتمي دی. هم په پښتو کې د پينځو (ي) ګانو زده کړه او په ځای کارونه، دا په پښتو کې دومره ارزښت لري چې که څوک په (ي) ګانو نه پوهیږي نو لیکنه دې نه کوي! د پښتو ځانګړو تورو زده کړه او سمه کارونه، هم په پښتو کې (و) په لغتونو پورې اړوندېږي، مطلب لغت چې وکارول شي بیا وروسته د تلفظ له مخې کتل کېږي چې په دې کې کوم (و) پروت دی (نرم، څرګند، اوږد او که کوچنی)، خو د یو او دوو (واوونو) له کارولو سره پام کول پکار دي. د پورتنیو نښو او تورو سمه کارونه مو له املایي غلطیو ژغوري، له بلې خوا له غلطیو څخه پاکه لیکنه لوستونکو سره په لوست او پوهیدا کې مرسته کوي.
په لیکنه کې د ستونزمنو او پېچلو وییونو (لغتونو) کارونه: د ستونزمنو لغتونو په کارولو سره لوستونکې اړ کېږي چې قاموسونو ته مخه کړي خو د دغو لغتونو کارونه چې لیکوال غواړي خپله ذهني لغوي زیرمه لوستونکو ته ښکاره کړي چې له دې سره لوستنه ستونزمنوي او یا ځینې د نورو لیکوالو په پرتله قصدي ځینې لغتونه په لیکنه کې ور اچوي، چې د خپلې لیکوالۍ ځواک وروښيي؛ دې ته ورته د غونډلو (جملو) داسې را پېچل چې لوستونکی یې بار بار لوستلو ته اړ شي تر څو جمله سمه ولولي او بیا مطلب ترې واخلې، دا ناسم کار دی، ځکه د هغو لغتونو کارونه چې عام نه دي او له قصده د جملو پېچل ژبه یوه ستونزمنوي او لیکنه هم، دا له لیکوال سره نه ښايي، نه یې هم په لیکوالۍ پورې تړلی کوم خاص هنر او ځانګړنه بولم.
یو لغت په بېلابېلو بڼو لیکل: همدا خبره په لیکنه کې یو معیار د لغت یوه بڼه لیکل دي. دا بیا دوه قسمه دي: یو هغه چې هماغه یو لغت د بڼې له مخې څو ډوله ولیکل شي او بل هغه چې پښتو او د اصلي ژبې (دواړه) بڼې یې لیکل شوي وي. لکه:
1. مالومات/معلوم-معلومات (د "سمونې لارښود" په کتاب کې د معلوم اصلې بڼه همداسې ښودل شوې ده خو په اکثرو ځایونو کې مالومات راغلي)، خراب وي/خرابوي، غیرې ضروري/غیر رسمي، پارسي/فارسي، مثلا/مثلاً/طبعاً، ایا/ آیا، تورو/توریو، مانا/معنا، کلمات/کلمې .
2. کارول/استعمال، سپورت/ورزش، بنسټ/اساس، مثلا/لکه، تېز/چټک، فهرست/سرلیک، قرارداد/تړونلیک، قبول/منل، فاصله/تشه، نښه/علامه، لیږد/انتقال، حتا/ان، اېدیټ/سمونه، په خاطر/په پار، نومځری/فعل، مختلف/بېلابېل، توجه/ پام، املا/املاء، ایا/آیا، مثلا/مثلاً، تقریبا/تقریباً، ضعیف/کمزور، رواج/دود، ښودل/ښوودل، مسئله/مساله ....
د لومړۍ شمیرې لغتونو څخه دې .