
جنګ د ورانۍ، دربدرۍ، تباهۍ او بدمرغۍ دویم نوم دی او دغه د جنګ ناخوالې او لوړ قېمت هره ورځ ولس ګالي، له تېرو څلوېښتو کالو چې په افغانستان کې جنګ روان دی، نو زموږ ویاړلی ولس په دغو لمبو کې سوځي، بې کوره کېږي، بې اولاده کېږي او د ژوند له ډېرو لومړنیو اسانتیاو بې برخې کېږي. ولس دا قېمت تراوسه ورکړی او لا یې هم ورکوي، ځکه چې جنګ پر هیواد او ولس تحمیل شوی دی او وسله وال طالبان او تروریستي ډلې د جنګ اصول په هیڅ شرط نه مراعتوي، دوی جنګ ملکي او د ګڼې ګوڼې ځایونو ته راوړی.
وسله وال طالبان د جګړې په مخامخ ډګر کې مات شوي، دوی له امنیتي او دفاعي ځواکونو وېرېدلي او پټ شوي، مګر دوی لا ډېر عقده یي شوي او د دغې عقدې د سړولو او د غچ اخیستلو په موخه هره ورځ پر عامو وګړو او تاسیساتو بریدونه کوي او هره ورځ د خپل نامشروع جنګ قېمت له ولس څخه اخلي.
جنګ دوه ډوله قېمت لري یو یې مالي قېمت دی، لکه ولسمشر غني چې د اروپایي ټولنې پنځم نړیوال کنفرانس ته د وینا پرمهال وویل، ” د جنګ قېمت څه دی؟ لومړۍ برخه یې مالي قېمت دی. د ثور له کودتا نه د بن تر پروسې پورې نړیوال بانک تخمین وکړ چې افغانستان ۲۴۰ میلیارد ډالره خساره لیدلې ده. دا هم ضرور ده موږ پوه شو چې په تېرو اتلسو کالو کې د جګړې قېمت څه وو؟ ځکه له بده مرغه موږ تاریخ سره مخامخ نه یوو، موږ هره ورځ د جګړې قېمت ورکوو.“
د غزني او د کابل د شهیدانو کورنیو ته تسل ورکوم. هره حمله پر ماشومانو حمله پر انسانیت ده او د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواو له دوامدارو قربانیو نه مننه کوم او له نظام او اساسي قانون سره د ټول ولس له ژمنتیا څخه بیا هم مننه کوم.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، ” قیمت اجتماعی جنگ چه بود؟ یک و نیم میلیون شهید در دوران جهاد بزرگ ما و قربانیهای دوامدار ما هنوز هم، روزی نیست که ماشهید ندهیم، روزی نیست که ما زخمی ندهیم.
مهاجرت، آیا ما به یک کشور مطلق مهاجر بدل نشدیم؟ ۶ میلیون افغان دوباره به آغوش وطن آمدند، اما هنوز هم از چهار تا شش میلیون افغان در خارج از کشور زندگی میکنند. بیجاشدگان داخلی ما، معلولین و معیوبین ما، تعداد هرکدام از اینها از میلیون تجاوز کرده است. از این جهت باید واضح باشد که تصامیم ما سر صلح انعکاس دهنده قیمت جنگ ما است. قیمت جنگ را کی میدهد؟ مردم افغانستان، مخصوصاً غریبترین اقشار مملکت، زیادترین قیمت را داده اند. “
لنډه دا چې زموږ ولس هره ورځ د جنګ قېمت پرې کوي، مګر سوله هم بې قېمته نه ده او د سولې د قېمت د پرې کولو لپاره دا ولس تر بل هر چا لومړی چمتو دی، ځکه دوی غواړي چې د بدمرغه جنګ د پایته رسېدو او تلپاتې سولې لپاره هر ډول قرباني ورکړي.