ولسمشر غني د جنګ ورانیو ته هم اشارې لرلې

پرون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د فساد پر ضد د اروپایي ټولنې پنځمه کلنۍ غونډه او کنفرانس جوړ شو. نوموړي دغه کنفرانس ته د وینا پرمهال د افغانستان څلوېښت کلن جنګ ته چې له یوې خوا یې هیواد ته له مالي پلوه میلیاردونه ډالر واړول او له بل لوري یې یو نیم میلیون افغانان شهیدان او په میلیونونو کډوال او بې کوره کړل اشارې لرلې، نوموړي وویل، ”زه غواړم چې شخصي خاطرې درسره شریکې کړم، ۱۹۸۰ کال وو، کودتا وشوه، درې میاشتې وروسته زما کلی چې زما کورنۍ په کې شپږ سوه کال ژوند کړی وو، بمبار شو او کله چې زه په ۲۰۰۱ کال کې خپل کلي ته ولاړم د یوې ونې رېښې چې زه ترې لاندې لوی شوی وم رېښې یې نه وې پاتې، ټولې یې له رېښو سره ویستلی وې.“

د دغه جنګ تاوو او لمبې له بده مرغه هر افغان ته رسېدلي او هر یو یې داغلی دی، له دې امله د ټولو افغانانو درد مشترک دی او د دغه درد چاره هم په اتفاق او یووالي سره کېدلی شي. نوموړي څرګنده کړه: ” خلک پوښتنه کوي چې زه ولې پلچرخي ته ځم، ځکه پلار، ترونه مې کوټه قلفي کې وو دوه کالو لپاره. او تاثیر د دې وضعیت څه و؟ زما د مور سره د پلار ملګرو مې وختې چې لیدله لاره به یې بدلوله. مخ يې ګرځاوه چې دوی نه پېژنو، ځکه ځان يې په خطر کې نه اچولو، یوې کورنۍ ته ما تلیفون وکړ چې احوال واخلم چې ژوندي دي که نه دي، راته وې ویل پس له دی نه د خدای لپاره مونږ ته تلیفون مه کوه. څومره شهیدان مو ورکړي دي چې لا قبرونه يې معلوم نه دي، په شمول زما د تره. “

جمهوررئیس غني د کورنیو جنګونو پرمهال د خلکو کورونو او جایدادونو لوټ او تالان ته په اشارې وایي، ”جلال آباد ته زه لاړم پس له ډاکتر نجیب له سقوط نه، هغه کور کې چې ما ټول ژمي تیر کړي وو یو لین د برق نه و، ټول چور شوي وو. خوست ته او ګردیز ته زه لاړم په دوه بجې د ورځې ټول ګردېز ښار کې څلور دانې هګۍ نه پیدا کېدې او خوست یوه شبهه وه. هرات ته لاړم ټول هرات کې سېل راغلی وو دوه دانې بلډوزر نه وو. او بېرته پس له دوه کالو زه تلی وم زه بګرام ته په ۲۶ د ډسمبر د ۲۰۰۱ کې راغلم او خدای دې د شمالي هغه ورځ انسان ته نه ښيي. یک تاک در جای خود نبود همان شمالی سبز به یک صحرا بدل شده بود و تمام نقاط افغانستان را من ۳۴ ولایت را گشتم و اطفال را ببینید، در روی کدام طفل افغانستان سال‌دانه نبود. “

له دغو خاطرو، اشارو او څرګندونو څخه د جمهوررئیس غني موخه دا وه چې موږ باید د جنګ له دغو ترخو خاطرو څخه زده کړه وکړو او د جنګ د پایته رسېدو لپاره سره لاس په کار شو او خپلو خلکو ته د ارام، هوسا او سوله ییز ژوند زمینې برابرې کړو او که دا زده کړه ونشي، نو دغه بدمرغه جګړه به همداسې اوږده او دوامداره وي، هغه وایي: ”نو ځکه دلته ضرور ده چې د جنګ قېمت باندې موږ په واضح توګه پوه شو. ځکه که د جنګ په قېمت باندې پوه نشو، هغه تصامیم چې د سولې لپاره ضرور دي، بیا هغه په جرات، په ارادې نشي اخیستی.“