
روهي( څلورنۍ/۱۹ د چنګاښ ۹)، د اسلام اباد پوليس وايي د مومندو ۱۱ کلنې فرشتې مومند د وژنې په تور نيولي تن منلې چې هغې يې تر جنسي تيري وروستو وژلې وه.
د اسلام اباد په شهزاد ټاون کې د فرشتې مومند د کورنۍ غړيو د ورکړیو مالوماتو پس یې د جون پر ۲۱مه نېټه يو مشکوک تن چې نثار نومېږي ونيولو او له عدالته يې چې کله د هغه د ریمانډ (پوښتنو ګروږنو) ريمانډ اخیستو پس هغه خپل جرم ومنلو.
د اکبر په وينا چې تورن نثار هغه ټول ځايونه دوی ته وښودل چې دی پکې فرشتې ته کښينستلو او له هم هغه ځایه یې اوچته کړې وه. د فرشتې له تورن قاتله يو رومال هم ترلاسه شوی چې د هغه د ځينو نښو له د ډي اېن اې ازموینې پس دا جوته شوه چې نثار د فرشتې قاتل دی.