ننګرهار کې نړيوال بانک په بېلابېلو برخو کې پروژې پلې کوي

روهي( څلورنۍ/۱۹ د چنګاښ )، ننګرهار والي شاه محمود مياخيل سره د چنګاښ په اتلسمه ولايت مقام کې د کرنې رئیس او NHLP ادارې مسئولینو د ناستې پر مهال وويل، چې په دې ولايت کې د نړيوال بانک په مالي مرسته کرنې او مالدارۍ برخو کې يو شمېر مهمې پروژې پلې کيږي.
 
 
دوی زياته کړه، چې د نړيوال بانک په مالي مرسته په دې ولايت کې د خورما، زر مېرمنو ته د سبزيجاتو بڼونه، اتلس د اوبو زيرمې، نهه د اوبو څاه ګانې، شپږ شپیته د پيازو ساتلو سړې خونې، په يو شمېر ولسواليو کې د هګيو او غوښو چرګانو ساتنې قطعې، اته واړه او دوه لوی د چرګانو نوي فارمونه جوړيږي او همدا ډول د ماهيانو ډنډونو ته به يو سل او شل زره ماهيان وويشل شي، چې سلګونه کسانو ته به په کې د کار زمينه هم برابره شي.
 

ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د يادو پروژو پر پيل کېدو خوښي وښوده او مسئولینو ته يې سپارښتنه وکړه، چې په ولسواليو کې خلکو ته د خپلو پروژو په اړه معلومات ورکړي.
 
 
نوموړي وويل، چې لا هم په ننګرهار کې په پرمختيايي برخه کې ډېر کار ته اړتيا ده او مسئولينو ته يې د يادو پروژو په پلې کېدو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.