
روهي( څلورنۍ/۱۹ د چنګاښ )، د پاکستان کراچۍ ښار کې د نجي تلوېزیون خبریال د خپلو دوه نورو ملګرو سره یو ځای ډيفېنس نومې ځای کې په ډزو سره ووژل شو.
د خبریال مرید عباس او دوه نورو ملګري یې هغه مهال په ډزو سره ووژل شو چې کله دوي د نورو څو کسانو سره جنګ شو او هغوي ورباندې ډزې وکړې او دا درې واړه یې ووژل.
د پاکستاني پولیسو له قوله دا تردې دمه مالومه نه ده چې ولې جنګ پیدا شوی و.
دغې پېښې کې د ډيفېنس سیمې خلک پولیس پړه بولي او وایي چې پولیسو پر وخت د جنګ خلاصي لپاره ځانونه نه وو رسولي نو ځکه دا مړینه رامینځته شوې ده.