د کاروباري نظریې ټاکل

دا چې کاروباري نظریه او د هغې ټاکل د کاروبار په بریالیتوب او ماته کې بنسټیز رول لري؛ نو ځکه اړ یو چې د کاروباري انګیزې (نظریې) په ټاکلو کې له پوره پاملرنې کار واخلو.
کاروباري نظریه او دهغې ټاکل یو شمیر پړاوونه  او پروسس لري چې د هر پړاو له تکمیلیدو وروسته یې د ټاکلو چانس هم زیاتوالی مومې.
ډیر کله داسې هم پیښیږي چې یو کاروباري نظریه وروسته له ټاکلو او مخکې له عملي بڼې ورکولو څخه بدلیږي او پر ځاي یې نوې کاروباري نظریه (‌Business Idea) ټاکل کیږي. نو په همدی اساس اړ یو د کاروباري نظريې په ټاکلو کې تر وروستنې پړاوه له پوره غور او پاملرنې کار واخلو؛ تر څو وکولای شو یوه نوې، مناسبه او له بریاوو ډکه کاروباري نظریه (انګیزه) وټاکو او د خپل کاروبار بریا تضمینې کړو.
کله چې مو یوه کاروباري نظریه د یوې ستونرې تر پیژندلو وروسته یادې ستونزې ته د یوې مناسبې او غوره حللارې په توګه وټاکله؛ اړیو یادې ستونزې په اړه هر اړخیز معلومات راټول او تحلیل کړو. 
د کاروباري نظریې د ټاکلو لپاره غوره ده لاندینۍ پروسس پلی کړو:
لومړی: د بازار کره څیړنه.
دوهم: په بازار کې د ستونزو څیړل او په ګوته کول.
دریم: د ستونزې تحلیل او تجزیه کول.
څلورم: ستونزې ته د مناسبې حللارې ټاکل.
پنځم: حللاره په کاروباري نظريې بدلول.
شپږم: د کاروباري نظريې په اړه هر اړخیزه څیړنه.
اووم: د کاروباري نظريې په هکله تجدید نظر کول.
اتم: د کاروباري نظريې ټاکل.
دټاکل شوې کاروباري نظریې په هکله هر اړخیز معلومات راټولول او پر دې مطمئن کیدل چې یاده حللاره (کاروباري نظریه) د نورو حللارو په پرتله تر ټولو غوره، مناسبه، نوې او د ځانګړو خصوصیاتو درلودونکې او تر تولو مهم دا چې نوښت لرونکې ده به زمونږ د کاروباري نظریې ټاکل نور هم مطمئن کړي. د یادونې وړ ده چې د کاروباري نظریې په څیړلو کې د یادې کاروباري نظریې د ماضي په هکله پوره معلومات راټول او ځان په دې قانع کړئ چې یادې ستونزې ته تراوسه ورته حللارې شتون نه درلود او یاده حللاره به تر ټولو نوې، غوره او مناسبه حللاره وي.
ښه به دا وي څو د کاروباري نظریې په څیړلو، ټاکلو او په هکله یې معلومات راټولولوکې لاندینۍ پوښتنې په سمه توګه ځواب او تحلیل شي.
- ستاسو کاروباري نظریه کومه ستونزه حل کولای شي؟
- آیا یادې کاروباري نظریې داسې ستونزې په ګوته کړې چې کاروباري سیالانو يې په هکله لا غور هم نه دی کړی؟
- آیا ستاسو نه مخکې هم کوم چا دا هڅه کړې تر څو یاده ستونزه حل کړي او ولې د دوی حللاره بریالۍ وه یا نه وه؟
- ستاسې د کاروباري نظریې ځینې خاصې ګټې او خصوصیات څه دي؟
- آیا ستاسو څخه د مخه یاده کاروباري نظریه په داسې شکل چې تاسو یې غواړئ رامینځته کړۍ شتون درلود که نه؟
- آیا تاسې او ستاسو کاروباري شریکان د یادې ستونزې د حل په موخه ځانګړې علاقه، ځواک او مهارت لرئ؟
- ستاسو لپاره ستاسې تر ټولو قوي، ځواکمن او ښکاره کاروباري سیالان به څوک وي؟ 
- ستاسې د کاروباري نظریې هغه غوره ټکې کوم دې چې نوروته به ستونزمن وي تر څو یې کاپې کړي؟
- آیا تاسو په خپله کاروباري نظریې د (SWOT) او (PESTEL) تحلیلونه پلي کړي؟
- هغه کسان چې ستاسې له کاروباري نظریې به ګټه پورته کړي کوم دي؟