۱۴۲ کاله وروسته د ټېسټ لوبو په لباس کې نوی نوښت

روهي( دوه نۍ/۱۷ د چنګاښ )، ۱۴۲ کاله کيږي چې د کريکټ لوبه د ای سي سي په چوکاټ کیږي،چې مهم فارمټ یې ټېسټ لوبه بلل شوې ده.تر دې دمه ۲۳۵۱ ټېسټ لوبې په رسمي ډول د لسو لوبډلو ترمنځ د ای سي سي مهال وېش مطابق ترسره شوې دي،چې د لوبو پر مهال یې د لباس رنګ سپین و/دی.
 
 
په دې شويو ټېسټ لوبو کې د لوبغاړو په شارټو (بانېلو) باندې د شارټ نمبر او د لوبغاړي نوم نه لیکل کيدو.تېره شپه ای سي سي په رسمي ډول اعلان وکړو چې ددې وروسته به د لوبغاړو په شارټو د لوبغاړو نومونه او د هغوې د خوښې نمبرونه ليکل کيږي.
 
 
 
ددغه نوښت په ټولنيزو رسنيو کې تود هرکلی وشو.