د پنځوس اوریزو لوبو نوې درجه بندې اعلان شوه:

د ای سي سي د پنځوس اوريزو په نوې اعلان شوي درجه بندۍ کې د افغان ملي لوبډلې په شمول ځینې لوبغاړي په شا او ځينې لوبغاړي مخته راغلي،چې د غوره لس لوبډلو درجه بندې په لاندې ډول ده:
۱- انګلېستان
۲-هندوستان
۳- اسټراليا
۴-نوی زيلانډ
۵سویلي افريقا
۶-پاکستان
۷- بنګلادېش
۸ـ سيريلنکا
۹- ویسټ اېنډيز
۱۰- افغانستان
د پنځوس اوریزو لوبو د بېټسمېنانو نوې درجه بندي:
په نوې اعلان شوې درجه بندې کې د هندوستان مشهوره لوبغاړي ویراټ کوهلي لومړی مقام خپل کړی دی او د غوره لس بېټسمېنانو درجه بندې په لاندې ډول ده:
۱- ویراټ کوهلي
۲- روهېت شرما
۳- بابر اعظم
۴-ډوپلېسي
۵- رس ټایلر
۶- ډېوېډ وارنر
۷-جېو روټ
۸- کېن وېليمسن
۹-کوېنټن ډیکوک
۱۰- ارون فېنچ
د پنځوس اوریزو لوبو د بالرانو په نوې درجه بندۍ کې افغان لوبغاړی رشيد خان د د دوهم مقام څخه اتم مقام ته ګوزار شو.خو بل خوا مجيب الرحمان د دوولسم مقام څخه شپږم مقام ته راغلی.د لسو غوره بالرانو درجه بندې په لاندې ډول ده:
۱- جېسټپارېټ بومرا
۲- ټرېن بولټ
۳- پاټ کمېنس
۴-کاګېسو رابادا
۵- عمران طاهر
۶- مجيب الرحمان
۷- مېچل سټارک
۸- رشيد خان
۹- کولډيف يادوف
۱۰- لوکي پورګسن