
روهي( دوه نۍ/۱۷ د چنګاښ )، دغه بس د ډهلي سره نژدې سیمه کې روان و چې د ۵۰ فټه لوړ پول څخه لاندې وغورځېده چې ۲۹ کسان په کې وژل شوي او ۱۷ نور بیا ژوبل شوي دي.
دغه بس د ۱۶۵ کېلو متره اوږدې لارې د اګرا او اټرا پردېش ترمنځ روان و چې د ډهلي سره نژدې سیمه کې وغورځېده او ۴۶ کسانو ته په کې مرګ ژوبله ورسېده.
د مالوماتو څخه داسې مالومېږي چې موټر چلونکی ویده شوی و او موټر یې د کنټرول څخه وتلی و.