
روهي( نۍ/۱۵ د چنګاښ ۹)، د امریکا په کېليفورنيا رياست کې د اووه اعشاريه يو (۷.۱) زور، شدت زلزله راغلې ده. د زلزلې سره اورونه لګېدلی، ودانۍ يې ځپلي، سړکونه يې مات کړي او ګڼې ژوبلې يې اوړولي دي.
د چارواکو په وېنا د زلزلې له امله په رېج کرېسټ ښار کې زيات تاوان اوړېدلی دی، ويل شوي د زيارت، پنجشنبې په ورځ هم په ياده علاقه کې د شپږ اعشاريه څلور شدت زلزله راغلې وه.
چارواکو ويلي د زلزلې له امله په ودانيو اورونه لګېدلي او خلک ژوبل شوي هم دي.
د زلزلې وروسته په سمدستي ډول امدادي هلې ځلې پېل کړی شوي دي او راپورونه وايي په شمالي لويديځه علاقه کې زيات تاوان اوختی دی.
ځايي خلکو ويلي دا زلزله د څلورنۍ له ورځې ډېره زوروره وه.