
روهي( نۍ/۱۵ د چنګاښ )، دغې چاودنې کې ۲ تنه مړه او یو تن بل سخت ټپي شوی دی.
چاودنه د ریحاني ولسوالۍ د ولسوالۍ د مقام په ۷۵۰ مترۍ کې رامنځته شوې ده . په پیښه کې ۲ تنو د سوریې وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوموړي چاودنې په اړه ویلي دي چې ، په لومړنیو مالوماتو کې داسې مالومه شوې ده چې کیدای شي دا برید د ترهګرو سره تړاو ولري.
ولسمشر اردوغان د جمعې د لمانځه نه وروسته د پيښې په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې د کورنیو چارو وزیر نه يي د پيښې په اړه د اخیستو مالوماتو له مخې چاودنه په یو موټر کې شوې ده . په موټر کې ۳ تنو شتون درلود چې دوه تنه يي مړه او یو تن يي ټپي شوی دی.
د چاودنې نه وروسته موټر اور اخیستی دی.
دغې چاودنې په اړه څېړنې روانې دي.