سعودي يې کوربه دی؛ د (رپ) موسيقۍ مشهوره سندرغاړې (میناژ) هلته کنسرټ ورکوي

روهي (جمعه/۱۴ د چنګاښ)، ټاکل شوې ده چې مشهوره غربي سندرغاړې نيکي میناژ به د روان جولای مياشتې په اتلسمه نېټه په سعودي عربستان کې کنسرټ وکړي.

دغه سندرغاړې نيمه لوڅ جامې کوي، د سندرو پر مهال عجيب حرکتونه کوي او دغه کنسرټ يې د جدې په سپيڅلي ښار کې کيږي.

امريکا غږ اشنا وېب پاڼې د الجزیزي خبري اژانس د راپور له‌مخې ليکلي دي، چې دغه کنسرټ چې د پاچا عبدالله په لوبغالي کې کېږي د سعودي له قوانینو سره سم پکې د الکولو پر څښلو بندیز دی او د ۱۶ کلنو څخه کم عمره کسان پکې ګډون نشي کولی.