
روهي (جمعه/۱۴ د چنګاښ)، د سعودي عربستان حکومت د جدې په سپيڅلي ښار کې د ازادۍ په نوم نومول شوې مجسمه لګولې ده، چې پراخه غبرګونونه يې راپورته کړي دي.
په ټولنیزو رسنيو نيوکه کوونکو ليکي دي، چې حکومت په دې کار سره د لودېځې او کفرۍ نړۍ تقليد کوي چې د توحيد خاورې ته يې بتان را دننه کړل.
د دوی په اند چې د سعودي عربستان حکومت ته نه ښيي چې په داسې ډول کړنو سره غربي نړۍ ته ځان نيږدې کړي.
بيا له بلې حوا د سعودي عربستان حکومت ويلي دي چې دا کار يې د امريکايي کلتور د ښوودنې په موخه کړی دی، لنډمهاله دی او وروسته به يې لېرې کړي.