د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د ۶ ملیارده ډالر ورکول ومنل

روهي( پنځه نۍ/۱۳ د چنګاښ )، د پیسو نړیوال صندوق ( ای اېم اېف )جولايي پر دریمه په یو بخبر پاڼه کې ویلي چې د دې پېسو د لومړۍ برخې په توګه یو ملیارد ډالر په سم دستي توګه پاکستان ته ورکړل شوي او نورې به په راتلونکو څه باندې درې کلونو کې پاکستان ته ورکړل شي.
 
 
ای اېم اېف ادارې ویلي دي چې د دې پېسو د ورکړې هدف دا دی چې د پاکستان کمزوري شوي اقتصاد ته په وده ورکولو کې له دې هیواد سره مرسته وشي چې دوامداره او متوازي پرمختګ یې باوري کړي.
 

د پاکستان مالیې وزیر عبدالحفیظ شېخ د ای ایم ایف تر بیان وروسته پر ټویټر پاڼه لیکلي دي چې دا پور به د پاکستان د اقتصادي خسارې په کمولو کې مرسته وکړي.