
روهي( پنځه نۍ/۱۳ د چنګاښ )، د پاکستان پوځ له قوله د پاکستان د کنترول لاندې کشمیر کې په یوه چاودنه کې یې پنځه عسکر وژل شوې او یو زخمي شوی دی.
ايي اېس پي ار په یو بیان کې ویلي چاودنه په چمپ سېکټر کې د لاین اف کنټرول نه څو میړه لرې وشوه. لاین اف کنټرول یا اېل او سي کشمیر په دوو برخو کې ویشي. د یوې برخې کنټرول د پاکستان او د بلې برخې کنټرول د هندوستان په لاس کې دی.
پاکستان پوځ د یادې چاودنې مسولیت په هند اچولی دی.