پښتونخوا کې د اباسین په سیند کې د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده   

روهي( څلورنۍ/۱۲ د چنګاښ )، نن ورځ د پښتون خوا د اباسین په سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبه دوه ماشومان مړه شوي او ۲۵ نور بیا ورک دي.
 
 
دا کښتۍ چې تر پنځوسو ډېر کسان پکې سپاره وو د پښتونخوا له شانګلې سیمې هریپور ته روانه وه او د بربیلې بند ته څېرمه ډوبه شوې ده.
 

د ورکو شوو ماشومانو پسې لټون روان دی.