
روهي( څلورنۍ/۱۲ د چنګاښ )، د لاهور ښار نړیوال هوایي ډګر کې نن ورځ دوه کسان چې د عمرې څخه واپس خپل کورونو ته راتلل، د هوایي ډګر دننه د یو کس له خوا ورباندې برید کېږي چې د برید په پایله کې دواړه وژل کېږي.
دغه کس چې د هوایي ډګر دننه یې دوه کسان ووژل ( زین ) نومېږي.
ډزو سره د هوایي ډګر ټول کارکوونکي او مسافر یو خوا او بله خوا د ځان خلاصي لپاره منډې وهي.
د یو څه وخت وروسته هوایي ډګر ته رېنجر ځانونه رسوي او زین په نوم کس نیسي، داسې مالومېږي چې زین د شخصي دښمنۍ له کبله یاد دواړه کسان وژلي دي.