
روهي( درې نۍ/۱۱د چنګاښ )، د اټمي انرژۍ نړيوالې ادارې د ایران هغه ادعا تأیید کړه چې د دې هېواد د غني شویو یورانیمو کچه د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې له مخې تر ټاکل شوي اندازې اوښتې ده.
د ایران د بهرنيو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون ورځ وويل، د دې هېواد د یورانیمو حد د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې له مخې له ټاکل شوي حده اوښتی دی. خو هغه دا د ایران حق ګڼلی دی.
د همدا ډول وويل چې اروپايي هېوادونه ونه توانېدل هغه ژمنې پوره کړي چې په اټمي موافقه کې يې د ایران د ګټو د خونديتوب په اړه کړې وې.
د دې موافقې پر اساس، د ایران د غني شویو یورانيمو زېرمه باید تر درې سوو کیلوګرامو زیاته نشي.